Dec 02, 2021 05:54 Asia/Kabul
  • امریکا د ډیموکراسۍ د غونډې د ترسره کولو اخلاقي اجازه نلري

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې وویل امریکا د ډیموکراسۍ په ډګر کښې د ډیرو نیمګړتیاو په لرلو سره د جمهوریت د کانفرنس د ترسره کولو لپاره اخلاقي اجازه نلري .

د روسیې د باندنیو چارو وزارت وویل امریکا مخکې له دې چې نورو هیوادونو ته ډیموکراسۍ صادره کړي باید د خپل هیواد په ټولنه کښې د رامینځته شوي تفرقې په شمول خپل کورني مسائیل حل کړي .

ویل شوي دي چې امریکا کوشش کوي د ډیموکراسۍ د نړیوال مشر رول ولوبوي او دغه هیواد کلونه کلونه  کیږي چې تر ټولو زیات زندانیان لري او د امریکا په زندانونو کښې څه د پاسه دوه (۱) میلیونه خلک زنداني دي .

امریکا د ډیموکراسۍ لپاره د مشرانو د غونډې کوربه ده چې د هیوادونو مشران، د بشري حقوقو فعالان او تاجران د دسمبر د میاشتې له نهمې (۹) تر لسمې (۱۰) نیټې پورې د ویډیو کانفرنس له لارې راغونډوي او د نړۍ د یوسل لسو(۱۱۰) هیوادونو او سیمو استازي دغه غونډې ته وربلل شوي دي .

د ایران  اسلامي جمهوریت ، روسیه ، هنګري ، چین ، ترکیه ، عربستان ، د فارس خلیج عرب هیوادونه ، شمالي کوریا ، وینزویلا ، نیکاراګوا ، سوډان ، ایتوپیا او دغه راز د افریقا د لاتیني امریکا او د اسیا یوشمیر نور هیوادونه دغه غونډې ته نه دي وربلل شوي .

 

ټیګونه