Dec 03, 2021 17:23 Asia/Kabul
  • جوزف بورل او امیر عبداللهیان د ویانا د مذاکراتو فضا مثبته وبلله

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ټیلیفون پر مټ خپلو خبرو کښې، په ویانا کښې د بندیزونو د لغوه کیدو د مذاکراتو فضا مثبته وبلله

د ایرنا د خبر له مخې نن سهار د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول او د ویانا د مذاکراتو غږملونکي جوزف بورل»  Josep Borrell  د ایران له خارجه وزیر امیر عبداللهیان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د خبرواترو د بهیر په هکله صلاح مشورې وکړې.

جوزف بورل په ویانا کښې هوکړې ته د رسیدو لپاره د جرمني، چین، روسیې، فرانسې او انګلستان په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت هلې ځلې مهمې وبللې او ویې ویل: د اروپايي اتحادیې د بهرني اقدام د برخې عمومي منشي انریک مورا ته مې په کلکه سپارښتنه کړې ده چې د ایران له جګ پوړي مرکچي او ټولو پلاویو سره په رغنده او فعاله ارتباط کښې، موافقې ته د رسیدو کوشش وکړي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم، د مذاکراتو بهیر ښه البته ورو وباله او ویې ویل: ایراني پلاوی په ښه نیت او ضرورتي اختیاراتو او په ترلاسه کیدونکو او مخ په وړاندې نوښتونو سره په فعاله توګه په مذاکراتو کښې شتون لري.

امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې په هره مذاکره او اقدمام کښې د ایټةي موافقې د خلاف ورزي کونکو بندیزونو بشپړ ختمول، زمونږ د ګډون هدف دی.

 

ټیګونه