Dec 05, 2021 05:14 Asia/Kabul
  • د ایران ایټمي فعالیتونه باید دوام ولري

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې د ایران ایټمي فعالیتونه باید جاري پاتې شي

علي باقري کني الجزیره خیري چینل ته په مرکه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکې د برجام د مذاکراتو په شپږو پړاؤنو کښې د ضمانت ورکولو او رښتیا آزموینې دوه اصول منلي وو، وویل: هغه ټول بندیزونه چې په ایټمي موافقې پورې اړوند دي او هم داشان کوم بندیزونه چې د امریکې د (زیات نه زیات دباؤ) په چوکاټ کښې لګیدلي یا ستانه شوي دي، باید سمدستي لغو شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال زیاته کړه: مقابل لوري ته په خپلو وړاندې کړو طرحو کښې جدي یو.

باقري کني څرګنده کړه چې په دغو طرحو سره مو یوې موافقې ته د رسیدو لپاره خپل جدي هوډ وښوده او دغه طرحې اوس د مذاکراتو د مقابل لوري په میز پرتې دي او ټاکل شوې چې ځواب یې راکړي، البته داسې ځواب چې له شواهدو او منطقي استدلال سره مل وي.

هغه وویل: کومې طرحې چې ایران وړاندې کړې دي، د ۲۰۱۵ کال د ایټمي موافقې په بنیاد دي

باقري کني په دوام کښې وویل: حتی کوم هیواد چې له موافقې وتلی و، هغه هم غواړي چې موافقې ته راستون شي او په اصل کښې د برجام موجوده غړي هیوادونه نه غواړي چې دا ایټمي موافقه او سند له مینځه لاړ شي.

 

ټیګونه