Dec 05, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • نړیوال بندیزونه له افغانستان سره د مرستو مخه نیسي

په افغانستان کښې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مدیرې وویل چې نړیوال بندیزونه د مرسته رسونکو ارګانونو د فعالیت لپاره د سختو ستونزو د رامینځته کیدو سبب شوي دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې (آي، آر، سي) مشرې ویکي آکن وویل: د انساني غمیزې په درشل ولاړو د افغانستان  خلکو ته د انساني مرستو د سازمانونو امداد رسونه کمه شوې ده.

هغې زیاته کړه چې نړیوال بندیزونه، بانکي محدودیتونه او په رسمیت د طالبانو له پيژندلو د نړیوالې ټولنې ډډه کول، ټول هغه عوامل دي چې د دغو سازمانونو د کار مخه نیسي.

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د امریکې او د هغې د اروپايي انډیوالانو له خوا د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ توقیف شوي او له دغه هیواد سره نړیواله بانکي راکړه ورکړه هم ځنډول شوې ده.

نن سبا په افغانستان کښې فعال سازمانونه په میاشت کښې یوازې ۲۵ زره ډالر له خپل بانکي حسابه رایستې شي حال دا چې د نجات نړیواله کمیټه د خپلو پروګرامونو لپاره په اونۍ کښې ۴۰ زره نغدو ډالرو ته اړتیا لري.

 

ټیګونه