Dec 05, 2021 15:19 Asia/Kabul
  • پر افریقا د سلطې لپاره د صهیونیسټانو د هڅې په باب د الجزایر خبرداری

په حقیقت کې  اسرائیل هڅه کوي ،د خپل نفوذ په پراختیا سره نه یوازې  ددغو هیوادونو له سرچینو اوامکاناتو برخمن شي ، بلکې په مختلفو تړونونو سره، په افریقا کې  او دخپلو سیالانو په مقابل کې خپل پوځي او امنیتی شتون  پیاوړی او پراخ کړي .

صهیونیسټي رژيم مودې کیږي، پر افریقائی هیوادونو د سلطې او نفوذ لپاره په هڅې کې  مختلف سیاستونه وړاندې کړی دي ، چې  له عربی هیوادونو سره داړیکو عادی کول  پکې تر ټولو مهم دي.  داسې سیاست چې په تیرو میاشتو کې دامریکا په بشبړ ملاتړ سره عملی شو . دغه وضعیّت سبب شوی څوپه افریقائي هیوادونو کې په تیره بیا د سیمې د دوو مهموهیوادونو مراکش او الجزایر ترمینځ  تاؤتریخوالی لازیات شي .

 د الجزایر خارجه وزیر رمطان  لعمامره   دصهیونیسټ رژيم د خاموشې  سلطې  د بې مخینې زیاتیدا په نسبت په خبرداري سره ووئیل ، په شمالی افریقا کې د  صهیونیسټ رژيم لپاره د مراکشي چارواکو ملاتړي چترۍ ، پر دغې سیمې د  صهیونیسټ رژيم د سلطې د بې مخینې  زیاتیدا ښکاره نښه ده .

مراکش  له متحده عربی اماراتو ،بحرین  او سوډان وروسته  څلورم هیواد دی  چې په ۲۰۲۰ کال کې ئې له صهیونیسټ رژیم سره  د اړیکو عادی کول ومنل او په تیرو څو میاشتو کې ئې  له اسرائیلو سره خپل سیاسی مراودات پراخ کړي دي . په دې توګه چې  اسرائيلي چارواکو  له دغه هیواده څو ځله کتنې  او د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی دی . په دې اړه مراکش او صهیونیسټ رژيم  په همداوروستیو کې  رباط ته د بنی ګانټس په سفر کې ، د امینتی ملګرتیا موافقه  لاسلیک کړې ده . ګانټس ددغې موافقې له لاسلیک کیدا وروسته ، د مراکش او صهیونیسټ  رژيم  ترمینځ دپوځي ملګرتیا  دپراختیا خبر ورکړی دی .  

 د مراکش او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اړیکو عادي کیدا د سیمې بحرانونو، په تیره بیا له الجزایر  سره د مراکش  اړیکو ته ئې لمن وهلې ده . اسرائيل  چې  په وروستیو کلونو کې  په افریقائي هیوادونو کې  دنفوذ سیاست تعقیبوي ، اوس له هر څه مخکې   ددغې سیمې  له هیوادونو سره د اقتصادي او سیاسی  مرستو د وړاندې کولو په پلمه په مختلفو افریقائی  هیوادونو کې دشتون په لټه کې دی . اسرائيلي شرکتونه د النهضه  ډیم د جوړلو په پروژې کې  چې د ایتوپيا ، مصر او سوډان  ترمینځ  دتاؤتریخوالي  عامل شوی ، شتون لری . اسرائیل  همداراز  به مشورو او د افریقائی  اتحادئې د څوارلسو عربو هیوادونو له مخالفت سره سره ، توانیدلی دی ، په افریقائي اتحادئې کې د یوه ناظر او څارونکي په توګه شتون ولرل شي . اوس ئې هم له مراکش سره خپلې اړیکې پراخې کړي  دي . دغه شرائط سبب شوي دي څو په افریقا کې تاؤتریخوالي زیات شي .

په حقیقت کې  اسرائیل هڅه کوي ،د خپل نفوذ په پراختیا سره نه یوازې  ددغو هیوادونو له سرچینو اوامکاناتو برخمن شي ، بلکې په مختلفو تړونونو سره، په افریقا کې  او دخپلو سیالانو په مقابل کې خپل پوځي او امنیتی شتون  پیاوړی او پراخ کړي . اسرائيل همنداراز هڅه کوي ، دافریقا له عربو هیوادونو سره  دخپلو اړیکو په پراختیا سره ، دوي  د فلسطینیانو په ضد د خپلو تیریګرو سیاستونو په لړ کې ،له ځان سره ملګري کړي .

ډیری کارپيژاندي  وائي ، له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو عادي  کیدا د فلسیطین  دملت  په حق کې ستر جنایت  او د  مسلمانانو او عربانو  امنیت ګواښي . د اسرائيلو دغه سیاست په داسې حال کې  دی چې  دغه هیوادونه تل د اسرائيلو د نیواکګرو سیاستونو مخالف او د فلسطینیانو دحقوقو دفاع کونکي دي اوحتی اوس هم  سره له دې  چې  دمراکش په څير ځیني حکومتونو له اسرائیلو سره  د  اړیکو عادي کول منلي دي ، خو ښاریز ئې اعتراض کوي . لکه څنګه  مراکش ته دصهیونیسټي رژيم د جنګ  د وزیر له سفر سره  په یووخت ، ددغه هیواد په زرګونو خلک واټونو ته په وتلو  او د شعارونو په ورکولو سره ئې ،له اسرائیلو سره داړیکو دعادي کولو دموافقې دلغوه کولو او له دغه تیریګر رژيم سره د پوځي او امنیتی ملګرتیاؤ دغوڅولو غوښتونکي شوي دي .

که څه هم  صهیونیسټي  چارواکي ، د امریکا په بشپړ ملاتړ سره هماغه شان  له عربو هیوادونو سره د اړیکو دعادي کولو لپاره هڅه کوي ،خو داسې بریښي ، هغه هیوادونه  چې د استعمارګرو شتون ئې تجروبه کړی دی ، نور نه یوازې د دغو سیاستونو منلو ته تیار نه دي ، بلکې هماغه شان  د فلسطین  له ئآيډیالونو څخه  ددفاع لپاره پخپلو کې د پیوستون او اتحاد درامینځةکولو هڅه کوي . په دې لړ کې د الجزایر ولسمشر  وئیلي دي ،یوه داسې بهرنۍ اراده شته چې  هڅه کوي صهیونیسټي رژيم  دمونږ پولو ته رانزدې کړي ،مونږ باید خپل داخلی مشکلات پخپلو کې سره حل کړو ، او په ورورولۍ او پیوستون سره هڅه وکړو ،څو د څو اړخیزو بحرانونوڅخه د وتلو او  دهغو هڅو د مخینوي لپاره چې  هیواد ئې په شیشت کې راوستی دی ، تر ټولو ښه لاره پیدا کړو .

 

ټیګونه