Dec 07, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • پوتین او مودي د ایران خلاف بندیزونو د ختمیدو له مذاکراتو ملاتړ وکړ

د روسیې ولسمشر او د هندوستان وزیراعظم په یوه ګډه خبرپاڼه کښې، د ایران خلاف بندیزونو د ختمولو لپاره له خبرواترو ملاتړ وکړ

د روسیې ولسمشر او د هندوستان وزیراعظم په یوه ګډه خبرپاڼه کښې، د ایران خلاف بندیزونو د ختمولو لپاره له خبرواترو ملاتړ وکړ

ولادیمیر پوتین له نریندر مودي سره له کتنې وروسته په یوې ګډې بیانیې کښې، په مختلفو دفاعي او فضايي برخو کښې د ماسکو او نوي ډیلي د ملګرتیاؤ پراختیا ته په اشارې سره، د ایټمي موافقې او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د بشپړې اجرا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي چې هند او روسیې د برجام او د امنیت شورا د یاد پریکړه لیک په بشپړې اجرا باندې په ټینګار سره د ایټمي موافقې د دوباري او سمدستي پياوړتیا لپاره له اړوندو هلوځلو ملاتړ وکړ.

د ویلو ده چې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د مذاکراتو نوی پړاؤ د تیرې نومبر له ۲۹ نیټې پیل شوی او د دسمبر په دریمه پاې ته ورسیده.

 

ټیګونه