Dec 08, 2021 05:46 Asia/Kabul
  • امریکا باید سوکه سوکه د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي

تسنیم خبري اژانس وايي د کړکیچ نړیوالې ډلې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د امریکا بایکاټونه به د افغانستان کمزوري خلکو ته نور تاوانونه هم ورسوي وویل دغه هیواد سوکه سوکه د افغانستان شتمنۍ په ازمایشي ډول ازادې کړي .

د کړکیچ نړیوالې ډلې وویل امریکا باید افغانستان ته د کنګل شویو شتمنیو په سوکه سوکه ډول د ورستنولو لپاره د شین څراغ د ښودلو په ترڅ کښې په ازمایشي ډول د پیسو یو (۱) قسط  ازاد کړي .

دا په داسې  حال کښې دي چې د امریکا خزانې وزارت تیره اونۍ په یوې (۱) بیانیې کښې په واشنګټن کښې د خپلو کنګل شویو ډالرو د ازادولو لپاره د افغانستان غوښتنې ته په اشارې سره ویلي و چې امریکا شتمنیو ته د بایکاټ شویو کسانو او ادارو د لاسرسي مخه نیسي .

امریکا د روان میلادي کال د اګست په پینځلسمه (۱۵) نیټه واک ته د طالبانو له رسیدا سمدستي وروسته د بشري  حقوقو په پلمه د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې کومې چې کابولس (۱۰) میلیارډه ډالره اټکل شوي دي .

 

ټیګونه