Dec 08, 2021 12:40 Asia/Kabul
  • د تهران نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده  کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، هیله ده  ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ.

 د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهمی ریئسی د محصیلینو په ټول کې ووئيل ،  ځیني په بهرنیو اسعارو کې ګوتې وهي،څو اقتصاد ته له ایټمي خبرواترو سره غوټه ورکړي ، خو د ایران اقتصاد به ډير زر پخپلو پښو ودریږي او د غلیمانو هیلې به په اوبو لاهوو شي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،دعراق په بصرې کې په ترهه ګرې پیښې کې د شهیدانو شمیرشپاړسو تنو ته زیات شوی، وئيل کیږي،د بصرې ګورنر  به بصرې کې په دغې پیښې پسې درې ورځې ویر اعلان کړی دی . 

د یمن د پوځ ویندوي یحیی سریع  په یولړ څرګندونو کې ووئيل د دسمبر په اومه عملیاتو په سترې مخه نیونکي حملې کې ئې د عربستان د ریاض پشمول پنځه ښارونه په نښه کړي دي ، هغه زیاته کړې په دغو عملیاتو کې پنځه ویشت بې پيلوټه  الوتکې او څو توغندي کارول شوي چې د آل سعود رژيم زړه ئې لړزولی دی .

داسلامی انقلاب د معظم لارښود  دنړیوالو چارو سلاکار علی اکبر ولایتي د سورئې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره په کتنې کې روښانه کړې ده ،سورئې ته د لوړپوړو حکومتي پلاؤ تلل راتلل بندون ته د دښمن درسیدا نښه ده .

په روان کال کې په امریکا  کې یوزر څلورسوه  لس ماشومان   او زلمیان په وسلوالو تاؤتریخوالو کې وژل شوي دي .

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس مسئولانو صهیونیسټانو ته خبرداری ورکړ، که دغزې د بیارغونې خنډونه ختم نه شي ،نو په اسرائيلو به کلک ګوزار وکړي او بیا به ئې مسئولیّت پر وحشي صهیونیسټانو  وي .

               دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  دایټمي خبرواترونتیجې باید داسې وي چې  د ایران ولس ئې نتیجې احساس کړي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، ایران ته د متحده عربی اماراتو د ملی امنیت د سلاکار سفر هماغه شان په  سیمې اونړۍ کې انعکاس لري او ان تر دې چې د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس ئې هم غبرګون ښودلو ته اړ کړی دی .

د جنوبی کوریامرستیال خارجه وزیر جونګ کان چوي پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ټينګار کړی ، د سئول حکومت  په ویانا کې د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د  مرکچي لورو   دهلوځلو  کلک ملاتړ کوي او  باید دغه نړیواله موافقه په بشپړ ډول احیاء شي .

د ملګروملتو د سرمنشي ویندوي سټیفن دوجاریک په یولړڅرګندونو کې  ووئيل ، دغه اورګان  تضمینوي چې  له افغانستان سره څه دپاسه  دوه نیم سوه میلیون ډالري مالی مرستې به  هیڅکله  دهغو ادارو  سره اړه ونه لري ، چې طالبان ئې اداره کوي  او دغه پیسې به د خوړو دنړیوال پروګرام اداره  ډبلیو  ایف پي  په وسیله  مصرف شي .

د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،  په تاجیکستان کې ئې خپل پوځي مرکز پیاوړی کړی دی ، په دې خاطر چې په افغانستان  کې د اړئ ګړئ دپراختیا  مخه ونیول شي .

انګریز لومړی وزیر بویس جانسن په یوه سیمنار کې وئيلي دي ، په اوکراین بانډې دروسیې د  حملو دمخنیوي لپاره   له ډيپلوماټیک او اقتصادي آوزاره استفاده کوي .

د فارس خلیج  دملګرتیا شورا پنځو غړو هیوادونو ته د  سفر په پیل کې عمان ته د عربستان دولی عهد محمد بن سلمان په سفر کې  له  مسقط سره  د ریاض د کابو دیرش میلیارډ ډ الرو په ارزښت  دیارلس تړونونه لاسلیک شوي دي .

 په یمن کې د اروپائي اتحادئې   اړونده نمایندګۍ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دغه اتحادیه په یمن کې د سولې او ثبات د رامینځةکولو لپاره د نړیوالو  اقداماتو بشپړ ملاتړ کوي . دا په  داسې حال کې دي چې د فرانسې پشمول یو شمیر  اروپائي  هیوادونه هماغه شان سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو باندې  د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې پلوري څو په یمن  کې د ولسی ځواک په ضد ورڅخه  استفاده وکړي او له بل پلوه  د سولې او ثبات ډنډورې وهي . 

            داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن په یولړ څرګندونو کې ووئیل  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  څخه دامریکا ویستل یوه ستره تیروتنه وه او تر ډیره حده ئې په نړیوال ډګر کې امریکا منزوي کړې ده . هغه وئيلي دي ، د جوزف بایډن حکومت غواړي ،نړیوالې ایټمي موافقې ته امریکا بیرته ستنه شي ، خو ځیني شرطونه دي باید  په نوي موافقې کې ورځاي شي .ډیری شناندي او کارپوهان وائي  امریکائي چارواکي له یوه پلوه  له نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا  وتل ستره تیروتنه ګڼي او له بل پلوه هڅه کوي ، ځیني داسې شرطونه مطرح کړي ،څو د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  روانې ایټمي خبرې اترې له بندون سره مخ شي . له دې سره  په یووخت د  نړیوالو چارو یو کارپيژاند او تکړه شناندی  حسن عابدیني  وئيلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت  مرکچي ټيم په ویانا کې  د ایران او ۴+۱دلې ترمینځ  په روانو خبرو کې د ګډون لپاره په جدي ارادې او کلک هوډ سره  شتون پیدا کړی او غواړي ،  په روانو خبرواترو نتیجې کې  درست غیر قانوني او یواړخیز بندیزونو دلغوه کیدا لامل شي  او د ایران  ولس ئې مثبتې نتیجې هم احساس کړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی ا منیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني یو ځل بیا روښانه کړې ده ،  امریکا د سیمې کراری او ثبات نه غواړي او یو ځل بیا په دې  پسې شوي څو داعش جنایتکاره ډله  بیرته احیاء کړي او  اود سیمې په ترینګلتیاؤ او اړئ  ګړئ کې ورانکار رول ولوبوي .  خو نور به هیڅ په لاس ورنشې او خپلو سپیرو  موخو ته به ونه رسیږي .

د میانمار یا برما  دافراطي  او  نسکور شوي  حکومت  خارجه وزیره آنګ سان سوچي  یوه پوځي عدالت  په څو کاله بند محکومه کړې  او احتمال ئې ورکړی چې ممکنه ده  د  میانمار د لسګونو زره مسلمانانو دقاتلانو مشره  په عمري بند محکومه شي .

په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې ددغه هیواد په باب د  ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  وروستۍ فیصله بې انصافه بللې  او وئيلي ئې دي ،ملګري ملتونه باید په دغه نړیوال اورګان  کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري او  د دوي حکومت دې هم په رسمیّت وپيژني .

د چین خارجه وزارت  په یوې اعلامی کې یو ځل بیا ټينګار کړی ،  امریکا باید دایران په ضد درست غیر قانوني بندیزونه  لغوه کړي .

          دا هم  د تهران  چاپ جام جم ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې  ئې لیکلي دي ،د اسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د روسیې له یوې خپرونې سره په خبرو کې  ووئيل جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دامریکا د بیرته ستنیدا یوازینه لاره د درستو بندیزونو لغوه کول  دي .داپه داسې حال کې دي  چې د ایران مرستیال خارجه وزیر علی باقری کني چې د  روسیې په سفر تللی ، وئيلي  دي ، ایران په ښو او رغنده وړاندیزونو سره  د ویانا نوو خبرواترو ته وارد شوی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، په ملګروملتو کې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې میرمن زهرا رشادي  ددې خبرې په کولو سره چې  له تیر کال راهسې  په سمندر کې د ایران د تیلو د غلاکیدا د ښکارندې کتونکي یوو ،ددغه شان خطرناکو اقداماتو د دوام په نسبت چې د استکبار دیواړخیزو سیاستونو په دلیل  د حالاتو دلاترینګلتیا  سبب شوي دي سخت او جدي خبرداری ورکړ.

په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هیبت ا... اخوندزاده   د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،ددغه هیواد والیان او دیني عالمان دې له هغو کسانو سره  چې لویدیځي هیوادونو ته ځي  په مستقیم ډول کيښني  او  دهغوي مشکلات  واوري  او له دغو کسانو سره د  مشکلاتو او ستونزو په حل کولو کې ملګرتیا وکړي  او پر دغو کسانو ومني چې  د خپل هیواد خدمت وکړي او خپله خاوره آباده کړي . په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، باید هڅه وشي ،  څوک د خلکو د ویرولو  فرصت  ونه لري او دغه راز  هیڅوک د  خلکو په وړاندې په تیره بیا د تاجرانو  د فعالیتونو او کارونو په وړاندې  دخنډونو د رامینځةکولو حق نه لري .

د  چین د خارجه وزارت ویندوي «ژائو لیجیان» ووئیل د بیجینګ د  ۲۰۲۲کال د اولمپک د ژمنيو لوبو په لاره کې په خنډ رامینځةکولو کې د امریکا اقدامات   ، ممکنه ده دبیجینګ او واشنګټن  دوواړخیزو اړیکو ته تاوان ورسوي  او امریکا دې  په سپورټ او ورزش کې  له سیاست کارئ لاس واخلي.  

  

 

ټیګونه