Jan 11, 2022 12:33 Asia/Kabul
  • د ترکیې ښاریز د غوا د شیدو د زیاتولو عجیبه لاره پیده کړي ده

زمونږ خبریال وايي په ترکیې کښې یوه (۱) کروندګر د خپلې غوا د شیدو د زیاتولو لپاره په زړه پورې او عجیبه لاره پیدا کړي ده .

هغه خپلې غوا ته د ورچول رییليټي ګوګلز (VIRTUAL REALITY GOOGLES) په نوم عینکې اچولي دي چې دغه غوا داسې فکر وکړي چې هغه د ګرمې په موسم کښې په یوه(۱) شین ځای کښې او شین څړ ځاې کې ناسته ده او شوخند وهي .

د ترکیې د دغه کروندګر «عزت کوکیک» کورنۍ د هیواد په «اکساری» سیمه کښې په خپل فارم کښې له ډیرو کلونو راهسې څاروي ساتي .

په دغو کلونو کښې د ترکیې د دغه ښاریز د کورنۍ کاروبار په دې وجه زیات شو ځکه چې هغوې  تل ځانونه  له وخت او حالاتو سره د مطابق کولو هڅه کوي .

اوس د ترکیې د ښاریز عزت کوکیک نوبت دی چې هغه د خپلې کورنۍ دغه کاروبار یعني د څارویو د ساتلو کاروبار نوي نسل ته له انتقالولو مخکې نور پسې ښه او ګټور کړي نو ځکه خو دغه غیر دودیزه لاره پیدا کړي ده چې د غوا د شیدو مقدار زیات کړي .

د ترکیې دغه ښاریز له دې مخکې د څارویو د ارامولو لپاره د موسیقۍ تجربه هم کړي وه خو اوس یې د شیدو د مقدار د زیاتولو لپاره په ځانګړیو ورچول رییلیټي ګوګلز باندې کار پیل کړی دی .

 

ټیګونه