Jan 12, 2022 13:08 Asia/Kabul
  • د هندوستان ښاریز د کورونا څو واکسینونه وهلي  دي ؟

زمونږ خبریال وايي په هندوستان هیواد کښې هره ورځ عجیبه او په زړه پورې پیښې رامینځته کیږي چې ډیرې حیرانونکي دي .

همدا اوس د هندوستان یوه(۱) ښاریز د کورونا ویروس یو (۱) نه دوه (۲) نه بلکې یولس(۱۱) واکسینونه وهلي  دي .

د هندوستان رسنیو ویل د هیواد د بیهار صوبې څلور اتیا (۸۴) کلن ښاریز د کورونا ویروس یولس (۱۱) واکسینونه وهلي دي او پولیسو د هغه پرضد دوسیه جوړه کړي ده .

د هندوستان دغه څلوراتیا (۸۴) کلن سړی هغه وخت د خبرونو په سر کښې ورغی چې کله د بیهار صوبې د روغتیا ادارې کارکونو هغه وخت نوموړی سړی ونیوه چې د کورونا ویروس د دولسم (۱۲) ډوز د وهلو کوشش یې کاوه .

د هندوستان دغه سړي ادعا کړي ده چې یولس (۱۱) ځله د کرونا واکسین له وهلو وروسته زه له ډیرو سختو ناروغیو څخه خلاص شوی یم کومې چې ما درلودلې .

د هندوستان دغه ښاریز وویل ما د بیلابیلو تذکرو او شناختي کارډونو په کارولوسره د کورونا ویروس یولس (۱۱) واکسینونه وهلي دي .

 

ټیګونه