Jan 13, 2022 14:11 Asia/Kabul
  • د سرو زرو د میډال ګټونکی موږک مړ شو

زمونږخبریال وايي د نړۍ مشهور او د سرو زرو د میډال ترلاسه ګټونکی موږک « ماګاوا » په اته (۸)کلنۍ کښې مړ شو .

د راپورونو له مخې د ماینونو په بویولو سره له خطرونو څخه د خلکو د بچولو  مهم موږک په خپل پینځه (۵) کلن کړچار کښې څه د پاسه سل (۱۰۰)چاودیدونکي توکي او ماینونه کشف کړي دي .

راپورونه زیاتوي چې دغه موږک روغ رمټ و او هغه تیره اونۍ په ډیرې ولولې سره تیره کړه خو د اونۍ په اخر کښې یو څه سست شوی و او په خپلو اخري ورځو کښې یې د ډوډۍ خوړل هم کم کړي و .

په نړۍ کښې تر ټولو زیات ماینونه په کامبوډیا هیواد کښې ښخ دي او هلته څه د پاسه زر (۱۰۰۰) مربع کلومیټره خاوره کښې ماینونه شته .

په کامبوډیا هیواد کښې د څه د پاسه څلویښت زرو (۴۰۰۰۰) کسانو د  ماینونو له کبله خپل لاسونه او پسې له لاسه ورکړي دي .

ویل کیږي چې مګاوا موږک چې اوس مړ شوی دی په کامبوډیا هیواد کښې زیات ماینونه کشف کړي وو او خلک یې له ډیرو  ستونزو خلاص کړي وو چې له کبله یې خلک اوس کارونو ته په اسانۍ سره تللی او ولس لوبې کولای شي .

د ویلو ده چې په دوه زره شلم (۲۰۲۰) میلادي کال کښې مګاوا موږک د سرو زرو میډال ترلاسه کړی و او په دې سربیره د پي ډي ایس ای (PDSA) خیریه موسسې په اوه اویا (۷۷) کلن تاریخ کښې لومړنی موږک و چې میډال یې ترلاسه کړی .

بلې خوا تیر کال په جون میاشت کښې مګاوا مونږک د عمر د زیاتیدا له کبله متقاعد (Retired) کړی شوی و .

Image Caption

 

 

ټیګونه