Jan 14, 2022 06:30 Asia/Kabul
  • روسيې د بين الافغاني خبرو اترو د کوربه توب لپاره چمتووالے اعلان کړ

د روسيې د خارجه وزارت وياندې د بين الافغاني خبرو اترو د کوربه توب لپاره د ماسکو د چمتووالي خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ماريا زاخارووا پرون وويل چې د طالب ډلې او د دغې ډلې د مخالفانو ترمېنځ د خبرو اترو د کوربه توب لپاره د افغانستان د غوښتنې په صورت کښې ماسکو د دغې غونډې د کوربه توب لپاره چمتووالے لري.

د تاس په شمول د روسيې خبري آژانسونو پرون د ايران خبري آژانسونو په نقل سره رپوټ ورکړ، ايران هم د طالب ډلې او په افغانستان کښې د دغې ډلې د مخالفانو ترمېنځ په خبرو اترو کښې د مېنځګړيتوب د کردار د ادا کولو لپاره چمتووالے لري.

دا په داسې حال کښې دي چې په دې ورستيو کښې په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت يو پلاوے د دغه حکومت د خارجه وزير امير خان متقي په مشرۍ تهران ته سفر وکړ او د ايران د اسلامي جمهوريت له مختلفو چارواکو سره يې کتنه او خبرېاترې کړې وې.

 

 

ټیګونه