Jan 15, 2022 12:25 Asia/Kabul
  • د تهران او ځینو بهرنيو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځیني بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو .

  داهم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ووئيل ، د ایران او چین جامعې ملګرتیا پروګرام د مرغومې له څلورویشتمې نیټې اجرائي مرحلې ته داخل شوی دی ، داپه داسې حال کې دي چې د امریکا فارن پالیسۍ خپرونې لیکلي دي ، دایران او چین ملګرتیا ، د امریکا او اسرائيلو دګټو لپاره جدي ګواښ دی .

 دغې ورځپاڼې په دوام کې پخپل سایټ کې لیکلي دي ، دامریکا عمومي افکار او نامتو او غوره لویدیځي کارپيژاندي ، د ډونالډټرمپ واک ته په رسیدا او دامریکا د دړې وړې کیدا د احتمال  په باب د هغه د اقداماتو  او دغه راز په دغه هیواد کې د داخلی جنګ دخطرې د رابرسیره  په باب سره یو نظر لری . 

دملګروملتو  سرمنشي انتو نیو ګوتریش په افغانستان کې د بې مخینې او پراخ انساني بحران او غمیزې د راپورته کیدا په باب په خبرداري سره پر امریکا او نړیوال بانک غږ کړیو څو دافغانستان تړل شوي شتمنۍ دې ، ددغه هیواد دمرګ په درشل کې د میلیونونو انسانانو دژوند د ژغورنې لپاره آزادې  کړي .

د اروپائي سعودي بشری حقوقو یوه فعال  په وینا ، په تیر ۲۰۲۱کال کې په عربستان کې د پانسۍ سزاګانې یو سل اته څلويښت فی صده زیاتې شوي او نړیواله ټولنه باید د ال سعود رژيم څخه په دې اته پلټنې وکړي.

په سورئې کې د امریکا یوه پخواني سفیررابرټ فورډوئيلي دي ،د بشار اسد تل پاتیکیدا څخه دو اشنګټن چارواکي سخت خپه دي، خوهغه یو واقعیّت دی چې باید  ومنل شي . 

عبری ژبې رسندویو  لیکلي دي، صهیونیسټي سمندري عسکر پر یوه بل په تیروتنې   کې سره ښکیل شوي چې په نتیجې کې ئې  دوه ماڼو ګان هلاک شوي دي .

د عراق ددفاع وزارت یوه پخواني سلاکار صفاءالاعسم  وئیلي دي ، په عراق کې د امریکائي عسکرو شمیر تر پاوړ حده زیات شوی دی

د یمن  په مارب ولایت کې د العبدیه ولسوالۍ قبایلود سعودي اماراتي ائيتلاف په ضد دعمومی جنګ په اعلانولو سره ټینګار کړی،چې د هیواد ددښمنانو په لیکو به بیا دوکه ونه خوري ،بلکې په قدرت سره  به ورسره مقابله وکړي .

د  روسیې او ناټو دخبرواترو په بې نتیجې ختمیدا سره په یووخت ، د  ماسکو چارواکو وئيلي دي ،د روسیې  په ګاونډیو سیمو کې د ناټو د پراختیا او د یرغلیزو وسلو اوتجهیزاتو د دیره کیدا د ماسکو لپاره د منلو وړ نه ده او که دغه بهیر دوام وکړي ، نو روسیه به هم په ونزویلا  اوکیوبا کې ورته اقدام وکړي .

       داهم   دتهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې  په انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د ایران  د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،مونږ تردې دمه د لویدیځوالو له خوا کوم نوي نوښتونه نه دي لیدلي داسې چې نه ښکاري ، خپلو ژمنو ته بیرته ستنیدا لپاره زر تیار شي نو ځکه  په دې موضوع کې احساس کوو ،تر دې دمه لویدیځوال ځنډ کوي .

ورځپاڼې لیکلي دي،د ایران دا سلامی شورا دبهرني سیاست او ملی امنیت دکمیشن یوه مسئول مقام محمود عباس زاده وئيلي دي،د ایران او چین دملګرتیا د پنځه ویشت کلن سند اجرا ،له اوسنیو حالاتو دتیریدا لپاره  یو پل دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،دسپينې ماڼۍ ونیدوئې جن ساکي وائي ، واشنګټن د ایران په وړاندې ډيپلوماسۍ ته ترجیح ورکوي . دعربستان  د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان  په زغرده وئیلي دي ،زیات شمیر یورانیم لرو او د ایټمي پروګرام په پراختیا پسې یوو .د نړیوال بانک په یوه وروستي راپور کې وئيل شوي دي ،د ایران اقتصاد له یوې لسیزې وروسته سوکه سوکه د ښه کیدا په حال کې دی .

 د  تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت‌الاسلام محمدجواد حاج‌علی‌اکبری پرون د خطبو په دوام کې وئيلي دي، د ښمن له مونږه لازیات   نړیوالې ایټمی موافقې ته اړتیا لري ، په همدې خاطر باید بیړه ونشي او  په دقت او غیرت سره  دغه نړیوالې خبرې اترې تعقیب شي . د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست  وئیلي دي ،په هیواد کې به حکومتي پوهنتونه ډیر زر  دمحصلینو پر مخ پرانیستل شي .د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې  خلکو د امریکائي ترهه ګرو عسکرو دکاروانونو ګاډي په  کاڼو ویشتي او شاتګ تګ ته ئې اړکړي دي .

             داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  ووئیل د ایران دتیلو پلورل څو برابره زیات شوي دي او نور د تیلو د خرڅلاؤ په باب  اندیښنه نه لرو .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په خبرواترو کې د روسیې د مرکچي ټيم مشر میخائیل اولیانوف ووئیل ،په ویاناکې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ په نړیوالو ایټمي خبرواترو کې  په پرمختګ سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې مخالفان لافعال شوي دي .

داپه داسې حال کې دي چې د ایران د مرکچي ټيم مشرعلی باقری کني د اروپائي اتحادئې  دبهرني سیاست د کمیشن دمشر له مرستیال او د ایټمي خبرواترو له غږملونکي آنریکه مورا او دغه راز د اروپآئي ټرائيکا   دمرکچي ټيمونو له مشرانو سره  لیده کاته کړي دي .

د ایران اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک قوماندان تورن جنرال امیرعلی حاجی زاده ووئیل،که سږکال تپلی جنګ رامینځةشوی وائ ،نو په زیات احتمال سره به تر اتو ورځو پورې پاي ته رسیدلی وائ.

د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر محمد سلامي په  یولړ څرګندونو کې ووئيل پکار ده  ایران  د  ایټمي بټۍ په یوه رغنده هیواد بدل کړو .

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  په یولړ څرګندونو کې ووئيل روسیې ته دایران دا سلامی جمهوریت دولسمشر ابراهیم ریئسي سفر لنډ،البته چې ډیر مهم دی او د دواړو هیوادونو راتلونکي ورسره تړلی دی.

 راپورونه ښئ د شمالي کوریا  دفاع  وزارت په یوه بل نوښت کې دوه تور مینځ واټنه ایټي توغندي  دختیځ په لورپه توغولو سره وآزموئیل، له دې سره په یووخت امریکا بیا دشمالی کوریا په ضد دملګروملتو د بندیزونو دزیاتولو غوښتنه کړې .

د روسیې په ضد دبندیزونو  دلګولو له ارزونې سره په یووخت د اروپائي اتحادئې د دفاع وزیرانو په غونډې کې وئيل شوي ، چې اروپائي اتحادیه د اوکراین دپوځ  درزولو  نیّت لري .

په هندوستان کې له پټلۍ د ریل ګاډي په وتلو سره  کابو نهه کسان وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپيان شوي دي .

 اوس هم راګرځو ځینو هغو اروپائي  ورځپاڼو ته چې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ئې لیکنې کړي دي، باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د ملګروملتونو د سرمنشي خبره را سپړلې ده چې ویلي یې دي په میلیونونو افغانان د بشري ناورین له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،انتونیو ګوتیرش له نړیوالې ټولنې هیله کړې ده چې د ملګرو ملتو د پنځه میلیارډه ډالرو مرستو غوښتنه ومني،د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، څو د دغه هېواد بانکي سیسټم د پیسو د ورکړې له لارې فعاله کړي او د اقتصادي – اجتماعي ناورین مخه ونیسي.

ورځپاڼه لیکي،د افغانستان اقتصاد چې ترډېره حده په نړیوالو مرستو ولاړ و، د امریکایي او ناټو ځواک له وتلو وروسته او د طالبانو تر واکمنۍ را وروسته د یو مخ ماتېدو په درشل کې دی.

لاس انجلس ټایمز د خپرې کړې مقالې په بله برخه کې لیکي چې د لوږې له زیاتېدو او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره ځینې اړمنې کورنۍ دې ته هم چمتو شوي دي چې خپل ماشومان وپلوري.

 

         ډپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د برېښنا موضوع راخیستې او د طالبانو د موقته حکومت د دفاع وزارت د سرپرست خبرو ته یې اشاره کړې ده.

د مقالې په پيل کې راغلي دي چې د ازبیکستان شپېته فیصده وارداتي برېښنا پرافغانستان غوڅه  شوې ده او ظاهراً ویل کېږي چې تخنیکي ستونزه ده.

خپرونه د برېښنا شرکت د پخواني اجراییه مشر  صفي ا...احمدزي په وینا لیکي: افغانستان یو زر او شپږ سوه مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري، خو دا هېواد یوازې د ۲۲ سلنه اړتیا د تولید ظرفیت د اوس لپاره لري او نوره برېښنا له څلورو ګاونډیو، ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي.

د اکتوبر په میاشت کې برېښنا شرکت د ملګرو ملتونو له ماموریت (یوناما) څخه غوښتي و چې د برېښنا د درې میاشتو د پور د ورکړې لپاره له دې شرکت سره نوي میلیونه ډالر مرسته وکړي.

ډپلوماټ لیکي، داسې ښکاري چې برېښنا شرکت دا پیسې نه دي ترلاسه کړي.

خپرونه وړاندې لیکي، افغانستان ته د ازبیکستان د برېښنا په صادراتو کې په داسې وخت کې کمبود راغلی دی چې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب ازبیکستان ته خبرداری ورکړ.

ده تېره اوونۍ ازبیکستان او تاجکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان د هوایي ځواک الوتکې دې بېرته افغانستان ته وسپاري.

د راپورونو له مخې د افغانستان څلویښت الوتکې او هلیکوپټرې وروسته تردې ازبیکستان او تاجکستان ته انتقال شوي دي چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو.

 

ټیګونه