په یمن کې ښکیل لوري دې له زغمه کار واخلي
د ملګروملتو سرمنشي ووئیل دغه هلې ځلې په یمن کې د شخړو دختمولو لپاره د یوې جامعې حل لارې دخبرواترو په وسیله د سیاسی بهیر دپرمختګ په موخې سره ترسره کیږي.
د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ددې خبرې په کولو سره چې دیمن دنښتو لپاره هیڅ ډول پوځي حل لاره نشته ، له ښکیلو لورو څخه د دنهایت زغم څخه د کار اخستو غوښتنه کړې ده .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ، د ملګروملتو سرمنشي پرون ناوخته په دې خبرې په ټينګار سره چې دیمن د نښتو اوشخړو لپاره له پوځي لارې هیڅ حل لاره نه بریښي ، پر ښکیلو لورو غږ وکړ، په رغنده او وارمخکې شرط پرته دې دیمن په چارو کې د ملګروملتو له ځانګړي استازي ګرانډبرګ سره دهغه دمینځّګړیتوب د هلو ځلو ملاتړ وکړي .
د ملګروملتو سرمنشي ووئیل دغه هلې ځلې په یمن کې د شخړو دختمولو لپاره د یوې جامعې حل لارې دخبرواترو په وسیله د سیاسی بهیر دپرمختګ په موخې سره ترسره کیږي.