په الوتکو د پنځم نسل انټرنیت د ناوړه اثراتو په اړه د امریکایي شرکتونو خبرداری
د امریکا د هوایي شرکتونو مشران په الوتکو باندې د پنځم نسل انټرنیټ یا د (5G) د ناوړه اثراتو او د یوه هوایي ناورین د رامینځ ته کېدو په هکله خبرداری ورکړ.
د الجزیرې له راپور سره سم، په امریکا کې د «امریکن ایرلاینز»، «دلتا ایرلاینز»، «یونایټید ایرلاینز» او «ساوت وست ایرلاینز» هوایي شرکتونه ویلي چي په امریکا کې د پنځم نسل انټرنیت د پروژې په پلي کېدو سره به اکثره مسافر وړونکي او باري الوتکې له کاره ولویږي.
د امریکا د هوایي لیکو فډرل ادارې ویلي چي د پنځم نسل انټرنیت څپې به د الوتکو په حساسو اوزارونو لکه د ارتفاع د سنجولو او د الوتکو د ناستې په سیسټمونو ناوړه اثرات پرې باسي.
یاد هوایي شرکتونه له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چي د هوایي میدانونو په چارچاپېر د پنځم نسل انټرنیټ د انتن د لګولو مخنیوی وکړي ځکه چي په دې کار سره به د الوتکو په راډیویي سیسټمونو کې د ګډوډیو مخه ونیول شي.