Jan 18, 2022 12:37 Asia/Kabul
  • په هندوستان کې د «اس ۴۰۰» روسی توغندیز سیسټم ځای پر ځای کېدا

هندوستان به تر راتلونکي څو میاشتو پوري چین سره په پوله کې د «اس ۴۰۰» روسی توغندیز سیسټمونه ځای په ځای کړي.

د دې راپور سره سم، د روان میلادي کال تر پایه پوري به هندوستان  د هوایي دفاع ۵ پرمختللې روسي توغندیز سیسټمونه تر لاسه کړي چي لومړنی سیسټم به یې د اپریل په میاشته کې د چین سره په ګډه پوله کې فعاله شي.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د «لداخ» په سرحدي سیمه کې د هند او چین ترمینځ د سرحدي اختلافاتو د امله سختي نښتې وشوې.

هندوستان په ۲۰۱۸ میلادي کال د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت روسیې سره د «اس ۴۰۰» توغندیزو سیسټمونو د رانیولو قرارداد لاسلیک کړی و.

 

ټیګونه