د کورونا واکسین له وهلو وروسته معیوب کس روغ رمټ شو
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یو(۱) معیوب کس چې خبرې یې هم نشوې کولای د کورونا واکسین له وهلو وروسته اوس په لاره تللی شي او هغه اوس خبرې هم کولای شي .
د کورونا واکسین د وهلو په هکله د منفي او د تاوان رسونکو اغیزونو په هکله مونږ هره ورځ ډيرې خبرې اوریدلي دي او اورو یې خو د هندوستان په جهارکهنډ صوبې کښې پینځه پنځوس (۵۵) کلن ښاریز «دلار چند منډا » داسې حالت لري چې د هغه لپاره د کورونا واکسین یو(۱) نعمت ګرځیدلی او اوس هغه له معیوبې او د خبرو د نه کولو له ناروغۍ ښه شوی دی .
ویل کیږي چې د هندوستان دغه پینځه پنځوس (۵۵) کلن سړی پینځه (۵) کاله مخکې له یوې (۱) خطرناکې پیښې سره مخ شوی او معیوب شوی او له خبرو هم الویدلی و .
د هندوستان دغه ښاریز د روان میلادي کال د جنورۍ دمیاشتې په څلورمه (۴) نیټه د کورونا واکسین وواهه او څو ساعته وروسته هغه داسې احساس کړ چې د ده پښو دوباره حرکت پیل کړی دی .
د هندوستان دغه سړی په پښو روان شو او هغه اوس د یوې (۱) امسا په مرستې ځي او خبرې هم کولای شي .