Jan 23, 2022 13:51 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳-۱۱-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

په سر کښې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته يوه کتنه کووو چې په د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله يې وليکل:  له روسيې سره به ځانګړي تعلقات ټينګ شي.

حسين امير عبداللهيان چي ماسکو ته د ايران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی په سفر کښې شتون لرۀ له خپل روسي همرتبه «سرګئي لاوروف» سره خبري اترې وکړې.

هغه له دې لېدۀ کاته په اړه په ټوییټر کښې ولیکل: لاوروف سره مي مهمي خبري وکړې، په ایران کښې د نويو ایټمی تاسیساتو د جوړولو او له دوه اړخیزو همکاریو نه واخلې د دواړو هیوادونو د ښاریزو د کنسولي تر چارو پوري ګټورې خبرې اترې اوشوي.

ورځپاڼې بیا وليکل: ايران د يمن په استوګن سيمو د سعودي ائتلاف حملې سختې وغندلې.

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د یمن په عامه خلقو او د استوګن سیمو باندې د سعودي او اماراتي تیري ګر ائتلاف د تیرو څو ورځو هغه حملې وغندلې چې له امله یې په پراخه پيمانه ودانۍ ورانې شوې دي او په سل هاؤ بیګناه خلکو ته په کښې مرګ ژوبله اورسېدههغه د دغو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او غمرازي یې ورسره کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په یمن باندې د پوځي حملو دوام د نړیوالې ټولنې په چپتیا او بې غورۍ، په تیري ګرو باندې د وسلو په بې کنټروله خرڅون، د پره ایزو کړنلارو په غوره کولو او په نړیوالو ټولنو کښې په دوه ډوله معیارونو سره ترسره کیږي او له امله یې په دغه هیواد کښې عادلانه صلحې ته د رسیدو لاره ډیره ګرانه کړې ده.

----------

دتهران اطلاعات ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: اروپائي اتحاديې په افغانستان کښې خپل ډېپلومېټک فعاليتونه بيا شروع کړل.

د طالبانو د موقته  حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کې لیکلي چې له اروپایي اتحادیې سره د پرله پسې لیدنو او  تفاهم وروسته یادې اتحادیې په کابل کښې خپل دائمي شتون  لپاره رسما سفارت پرانیست او عملي کار  یې شروع کړ.

افغانان دې کار ته خوشاله دي او وایي چې دا به وکولی شي نور هیوادونه هم دې ته وهڅوي چې خپل رسمي دفترونه په افغانستان کې پرانیزي.

ورځپاڼې په بل خبر کښې وليکل: د يمن په عامه ودانيو د سعودي تيريګر ائتلاف حملې غندل شوې دي

د خبر له مخې د يمن په صعدې صوبه کښې په استوګن سيمو او عامه خلقو په تېره بيا په بندخانه باندې د سعودي تيريګر ائتلاف وحشيانه حملې غندلې شوې دي.

په دې لړ کښې د ايران خارجه وزارت، د لبنان حزب ا...، فلسطي، عراقي او يمني ډلو او د بشري حقوقو په برخه کښې فعالو زياترو نړيوالو ادارو په خپلو بيانيو کښې په يمن باندې د سعودي ائتلاف حملې سختې وغندلې او له يمن څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ. د ملګرو ملتو مشر آنتونيوګوټرش هم په صعده کښې په يوې بندي خانې باندې د هوائي حملو په غندلو سره وويل: د دغو حملو په نتيجه کښې له شپېتو زيات کسان مړۀ او له سلو زيات ژوبل شوي دي. هغه همدارنګ په دې اړه د فوري، موثره او شفافو تحقيقاتو کولو غوښتنه وکړه. د امنيت د شورا د دې دورې د ناروے مشر مونا ژول په يمن باندې د عربي ائتلاف وروستۍ حملې د نه قبول وړ وبللې او د سختې اندېښنې په څرګندولو سره سره د تاوتريخوالو د ختمولو او له زغم څخه د کار اخېستو غوښتنه وکړه.

---------

اوس به د پاکستان له ورځپاڼو څخه د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼه وګوروو چې څه ليکي؟ دغه ورځپاڼه د دغه هېواد د کورنيو چارو د وزير له قوله ليکي: ترهه ګر زمونږ قام او روحيې ته ماتې نه شي  ورکولې.

شېخ رشيد زياته کړه، د ترهه ګريز حملو يوه وجه د سي پېک مخنيوے کؤنکي قوتونه دي. هغه وويل: د پاکستان طالبانو تحريک خپله د جنګ بندۍ شرائط مات کړل، که دوي جنګ کولې شي نو مونږ هم چمتو يوو. هغه همدارنګ مخالف ګوندونو ته وويل: په هېواد کښې د کورونا زياتېدو ته په پام سره دې په خپلو فېصلو بيا نظر وکړي. هغه زياته کړه د عمران حکومت به خپل پينځه کاله دوره پوره کوي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د امريکې د کانګرېس استازيو د دغه هېواد ولسمشر ته په يو ليک کښې وويل: پکار دي له افغانستان سره مرستې اوشي. د کانګرس دیارلسو تنو استازيو په دغه ليک کښې له افغان ولس سره د انساندوستانه مرستو د کولو په غوښتنې سره وويل: چې که له افغانستان  مرستې اونه شي نو نو دغه هېواد به زمونږ د دښمنانو په مرکز بدل شي.

----------

د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل: په دغه هېواد کښې په جوماتونو او عبادتخانو ته د تلو لپاره د وېکسين لګول لازمي کړل. ماسک لګول به هم لازمي وي او د شپږ  فوټو فاصلې ساتلو به هم خيال ساتل کيږي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د طالبانو يو پلاوے له لويديځ سره د خبرو اترو لپاره ناروے ته لاړ، طالبانو په دې اړه خپل غبرګون کښې وويل: اروپا ته دا سفر به په افغانستان کښې د جنګ فضاء بدله کړي.

ورځپاڼې همدارنګ د خېبرپښتونخوا صوبې د چارواکو له قوله وليکل: په دغه صوبه کښې به له نوي تعليمي کال څخه په تعليمي ادارو کښې د قرآن مجيد مطالعه لازموي. ورځپاڼې زياته کړه له اول کلاس  نه تر پينځم کلاسه پورې به د قرآن ناظره او له شپږم نه دولسم کلاسه پورې به قرآن له ترجمې سره ويل لازمي وي.

--------------

او دا هم د کابل چاپ له ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼه چې په خپل يو خبر کښې يې وليکل: نن ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کېږي.

نارويژي رسنۍ وایي چې دغه غونډه د ناروې په کوربه توب ترسره کېږي چې تر ډېره پکې افغانان په خپلو کې خبرې کوي، خو د ځینو نړیوالو بنسټونو استازي هم پکې ګډون لري.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له دې غونډې موخه دا ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی او له کومو لارو چارو د بشري حقونو ساتنه وشي. په ورته وخت کې رسنۍ بیا وايي چې د مدني فعالینو او مستقلو شخصیتونو یو شپاړس کسیز پلاوی د مولوي متقي په مشرۍ له افغان پلاوي سره ګوري.

په دې لیدنه کې به یاد کسان د افغانستان د ژغورولو یوه طرحه حکومتي لوري ته وړاندې کړي او تر بحث وروسته ټاکل شوې چې دغه طرحه نړیوالو اداراو ته هم وړاندې کړل شي.

ورځپاڼې د امريکائي واکس نومې نشريې په حوالې سره وليکل: امریکا پالیسۍ به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم ژور کړي. د واکس په نامه یوې امریکايي نشریې په یوه اوږده راپور کې په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده. سرچینه وايي چې په دغه هېواد کې د خلکو اقتصاد مخ پر ځوړ دی، بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د امریکا اوسنۍ پالیسي ددې ناورین له لا پراختیا او ژورېدو سره مرسته کوي. سرچینه کاږي امریکا ته په کار ده چې په دې حساسو شرایطو کې ژر تر ژره له افغانانو سره د مرستو لړۍ پیل کړي او د دوی کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. نشریه پر امریکا نیوکه کوي چې د هر څه تر اټکل او تحلیل مخکې یې د افغانستان په اړه بېړنی اقدام وکړ او په دغه هېواد کې یې ناورین تر شا پرېښود.

ورخپاڼې همدارنګ د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي له قوله وليکل؛ مدرسه او پوهنتون ټول زموږ د پرمختګ مرکزونه دي.

هغه ویلي چې استاد د ټولنې لپاره د پلار حیثیت لري، عالم او دانشمند چې د خدای پر وړاندې کوم حیثیت لري د بل چا نشته دی. نوموړي څرګنده کړې ده هغه ملت تل بریالی وي چې خپلو ارزښتونو، عقیدې او اقدارو ته ژمن پاتې شي، خو په خبره یې، هغوی بیا ټول ناکام ملتونه بلل شوي چې یاد ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي. شیخ خالد هغو استادانو ته په اشارې چې له هېواده وتلي دي ویلي، چې هېواد ته ژمن خلک په بدو شرایطو کې د خپل ملت تر څنګ وي. هغه ټینګار کړی دی چې ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونونه ټول د هېواد او ملت د پرمختګ مرکزونه دي او دوی ته یو ډول ارزښت لري.

ورځپاڼه يو بل خبر کښې ليکي: اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه. بيازياتوي : د راپورونو له مخې امریکا د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰ ټنه وسلې او مهمات اوکراین ته لېږلي او وایي دا د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرتو عسکرو ته ورکول کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه روسیه سل په سله هڅه کوي چې پر اوکراین برید وکړي نو دوی باید خپلې تیارۍ ولري. بلخوا یې د ناټو غړو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې اوکراین ته امریکايي وسلې ورکړي.

 

ټیګونه