Jan 24, 2022 12:34 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 4-11-00

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

نن د تهران چاپ تقريباً ټولو ورځپاڼو د اهلبېت اطهار عليهم السلام د مداحانو او شاعرانو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي. چې له هغو څخه جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته يوه کتنه کوو. دغې ورځپاڼې د معظم رهبر له قوله وليکل: له محکمو مطالبو او شعرونو څخه استفاده او د مداحۍ د اصولو له ماتولو او د هغې د تشخص له بدلولو څخه ډډه پکار ده.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دوام کښې تاکيد وکړ ،نن سبا زمونږ ځوانان  ډیرې زیاتې پوښتنې لري ،د ژوند د سټایل په باب پوښتنې لري ،د اصولي مسئلو په باب پوښتنې لري  ، پوښتنې هم په ځاي دي ،د سوالونو حل لاره فکر کول او ځواب ورکول پکار دي ،دا کار باید په مجلسونو او محفلونو کښې ترسره شي ،ددغه کار مهم مرکز همدغه  مجلس او محفل  دے . 

د اسلامی انقلاب معظم  رهبر پرون  د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې  دکلیزې په مناسبت  داهل بیت علیهم السلام  له یوشمیر مداحانو او ذاکرانو  سره په کتنه کښې  وفرمائيل ،مجلس او محفل د بیانونې د جهاد مرکز دے ، د ملت په ضد د رسندوئي  جنګ په مقابل کې خپل  رول وځلوئ .  دوي  همداراز د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها  دشخصیّت لوړو اړخونو ته په اشارې سره  وفرمائيل ؛ د طهارت ځائيګی ، دخداے لپاره کار  او له احسان اړولو نه بغېر  خدمت ، او د مباهلې په قضیه کې  له باطلې جبهې سره  په مخامخیدو کښې  ممتاز موقعیّت ، د هغې بزرګوارې ځانګړنې دي  چې  په قرآن ریم کښې  ورته په ډاګه اشاره شوې ده.

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ، دسپيڅلي دفاع  په پړاؤ کښې  او دغه رنګ د اته اتیایم کال په فتنې کښې د مداحانو ښو امتحانونو او غوره رول لوبونې ته په اشارې سره  ووئيل ،  مداحانو  په حقیقت کې  مجاهد پالنه او شهید پالنه  کړې او دا سلامی جمهوری نظام او دښمن ترمینځ په رسندوئي او کلتوري جنګ کښې د انقلابي مداحانوپه زړه پورې چغه  ډير کارندوالی لرلی  او نن سبا هم  دغه غوره چغه  هماغه رنګ باید د دښمن  له پراخې جبهې سره  په مقابلې کې غوره  کارندوالی ولري.

-----------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په حوالې سره وليکل؛ بشریّت دې د حضرت فاطمةالزهرا په سلوک عمل او ورته توجه وکړي.

دایران داسلامی جمهوریت ولمسشر ابراهیم ریئسي پرون  د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې  او د مور او میرمنې  د ورځې په مناسبت  د عقلمنې  میرمنې نومې سیمنار کې  پخپلې  وینا کې ووئيل  د حضرت فاطمةالزهرا  ملکوتي مقام او صفتونه ډير لوړ مفاهیم لري .

 داسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې   دمیرمنې مقام حقیقي احترام او داسلامی هویّت  ته پام  د میرمنو اصلی موضوع ده ټينګار وکړ ،  د انسان لوړو کمالاتو ته په  رسیدا کې د  سړي او ښځې  ترمینځ هیڅ فرق نشته  او  دمیرمنې د حقیقي هویّت په ساتنې او خوندیکیدا سره  او د میرمنو دشخصیّت  د لوړتیا لپاره  په هڅې سره ،  ډیری مشکلات او ترینګلتیاوې حل کیدلی شي .

  ابراهیم ریئسي  د مقدسې دفاع او اسلامی انقلاب دبریالیتوبه په پړاؤ کې  دمیرمنو لوبونکي رول ته په اشارې سره  زیاته کړه ، د اسلام دمبارزانو سرښیندنې او قربانۍ او میړنتوب ، د دغو میّندو ،خوئیندو او   ماندنو  ملګرتیا  او تربیت پامته داره  دی چې  په زغم او صبر سره ئې مقاومت  کړی دی .

د اسلامی ایران ولسمشر  همدارنګ  میرمنې ته د  اسلام دنظر په باب  هم ووئيل . اسلام  یو زر څلور سوه کاله مخکې  د میرمنو لپاره  د مالکیّت حق ، د میراث حق او د رائ حق په رسمیّت  پيژندلی  او دا په داسې حال کې دي چې  په لویدیځ کې  په وروستیو پیړیو کې   \ دغو موضوعګانو ته پام شوی دی .

----------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې بيا ولیکل: د يمن په صعده کښې د سعودي ائتلاف د جنايتونو په خلاف په مختلفو سيمو  کښې مظاهرې اوشوې.

د ورځپاڼې له مخې، د لبنان او بحرین په شان یوشمیر هیوادونو او غزه کښې هم د یمن په صعده ولایت کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف د جنایتونو په غندنه کښې اعتراضي تجمعات شوي دي او خلک د یمن خلاف د جنګ د سمدستي بندیدو غوښتنه کوي.

له بلې خوا سلګونو نړیوالو او مرستندویه ارګانونو هم د صعده د جنایت له ترسره کونکو د تفتیش او د حقیقت لټونکې کمیټې د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

د یمن د ولس خلاف د سعودي او اماراتي تیري ګرو له جنایتونو سره هممهاله په ټول یمن کښې د انټرنیټ سروس او نیټ ورک بند شوی دی.

--------

اوس د پاکستان چاپ ورځپاڼو څخه د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د وزيراعظم له قوله وليکل: که له حکومت نه بهر یم نو لا به زيات خطرناک يم، زۀ له هر چا سره خبرو اترو ته اماده يم. شهباز شريف اپوزيشن مشر نه بلکه مجرم دے، عدليې ته پکار دي چې په ملت باندې رحم وکړي او په روزانه بنياد باندې دې دوسيې مطرح کړي او فېصلې دې وکړي. عمران خان زياته کړه د مفاهمت خبرې شروع دي، نواز شريف هېواد ته نه راستنيږي. هغه رسنيو ته سپارښتنه وکړه چې نيوکې دې کوي خو پروپېګنډې دې نه کوي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: برطانيې په روسيې باندې په يوکرائن کښې د حکومت د بدلولو تور ولګوۀ ، خو روسې د برطانيې دغه ادعا رده کړه. د يوکرائن په باره کښې د بيان په ورکولو د جرمني د سمندري ځواک قوماندان استعفاء ورکړه.

--------

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼه راخلوو. دغه ورځپاڼه ليکي: اوکراین؛ د غرب او روسیې ترمنځ ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي.

د غرب او روسیې ترمنځ ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي. برېټانیا تازه ویلي چې روسیه غواړي په اوکراین کې یو لاسپوڅی حکومت جوړ کړي او خپل ملاتړي واک ته ورسوي. روسیې پر دې څرګندونو غبرګون ښوودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د برېټانیا دغه ډول څرګندوي ښيي چې دوی په اوکراین کې د کشمکشونو د ډېرولو په لټه کې دي.

روسیې ویلي امریکا، برېټانیا او غربي هېوادونو ته په کار ده چې له ورته بې اساسه ګنګوسو ډډه وکړي او په سیمه کې دې وضعیت تر دې هم نه خرابوي.

ورځپاڼه په يو بل خبر کښې ليکي: ایران افغانستان ته د ۳ میاشتو لپاره د تېل او ګازو د صادرولو اعلان کړی.

ایران وایي چې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو یو درې میاشتنی قرارداد لاسلیک کړی دی چې پر بنسټ به یې دغه هېواد تر راتلونکو دریو میاشتو پورې افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړلی شي. د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي ويلي، چې هېواد یې له خپل قلمرو څخه د افغانستان لور ته د ګازو او نفتو د ترانزیت درې مياشتينۍ اجازه ورکړې ده. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې کچه د تېر په پرتله څو چنده زیاته شوې ده.

------

او یورېشیا رېویو يوې بلې بهرنۍ خپرونې د طالبانو هغې پریکړې ته کتلي چې وايي د ځانمرګو لپاره ځانګړي لوا رامنځته کوي.

په دې مقاله کې راغلي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو پرېکړه کړې چې ځانمرګي بریدونه د پوځ برخه کړي.

د لیکوال په باور، په دې کار سره به د افغانستان پر پوځ د تروريزم داغ پوري شي ځکه دا د تروريستي ډلو یوه ځانګړنه ده.

د جنورۍ میاشتې په لومړۍ اوونۍکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې ځانمرګي برید کوونکي به چې دوی یې استشهادیان بولي، د پوځ برخه وي خو د دفاع وزارت تر کنترول لاندي ځانګړي ځواکونو په توګه به فعالیت کوي او په ځانګړو عملیاتو کې به کارول کېږي.

مقالې د طالبانو د دفاع وزارت هغه اعلان ته هم اشاره کړې چې وايي ۱۵۰،۰۰۰ کسیزه پوځ رامنځته کولو پلان لري.

په دې مقاله کې د بلومبرګ راپور ته هم اشاره شوې چې په کې راغلي، د داعش پر ضد مبارزه د طالبانو لپاره د ژوند او مرګ په معنی ده.

د یورېشیا په دې مقاله کې راغلي چې داعش ډلې د ۲۰۱۷کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان او پاکستان کې شااوخوا سل ځانمرګي بریدونه کړي او د امریکايي، افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندي يې شااوخوا دوه نیم سوه حملې کړې او دا ډله طالبان هم هدف ګرځوي.

خو لیکوال د مقالې په پای کې پوښتنه کوي چې ایا د داعش ډلې د مخنیوي لپاره د ځانمرګو لوا ته اړتیا ده؟ او ایا د دا ډول واحد په رامنځته کولو سره به یو پوځ د تروريستي ډلې ځانګړنې خپلې نه کړي؟

-------

 

ټیګونه