Jan 25, 2022 10:12 Asia/Kabul
  • ایران د یمن د خلکو خلاف له جنایت کونکو د ځواب غوښتنه وکړه

د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي ځواب ورکولو ته د یمن د ملکي وګړو خلاف د جنایت عواملو، مسببانو او ملاتړو د مجبورولو غوښتنه وکړه

کاظم غریب آبادي د ملګرو ملتو د بشري حقوقو لوړ کمشنر ته په یو لیک کښې، د امریکې په ملاتړ او لارښوونې سره د یمن د ملکي وګړو خلاف د تیرې جمعې په ورځ د سعودي په مشرۍ د تیري ګر ائتلاف د جنایت په غندلو سره له دغه نړیوال سازمانه وغوښتل چې ځواب ورکولو ته د دغه جنایتکارانه اقدام د ټولو عواملو، مسببانو او د هغوي د ملاتړو د مجبورولو لپاره خپل ټول توان وکاروي.

هغه زیاته کړه: د نوي میلادي کال په وړومبۍ میاشتې کښې چې د نړۍ زیاتره خلک په خوشالیو کښې ډوب وو، دنیا یوځل بیا د یو جنایتکارانه، بې رحمانه، غیرانساني او نړیوالو او بشري حقوقو د ټولو اصولو د خلاف اقدام کتونکې وه.

د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي څرګنده کړه: د یمن ولس چې یوازې د خپل برخلک د ټاکلو او د خپلواکۍ د حق د ترلاسه کولو لپاره له تیرو شپږو کلونو راهیسې خپل سر او مال لګوي، په حقیقت کښې د بشري حقوقو د مدعي هیوادونو د غیرانساني، اوزاري، دوه ډوله او انفعالي سیاستونو قرباني ګنل کیږي.

د ویلو ده چې په یمن کښې په یو زندان باندې د امریکې په لارښونې او حمایت سره د سعودي تیري ګر ائتلاف د جمعې د ورځې په حمله کښې نزدې سل تنه مړه شوي او ۲۶۰ نور زخمي شوي دي.

 

ټیګونه