د ایران پرضد د امریکا دوه ګوڼه سیاستونه دوام لري
زمونږ خبریال وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په اټومي تړون کښې په خپلو ژمنو باندې عمل کولو کښې د واشنګټن ناتوانۍ ته له اشارې کولو پرته له ایران سره د نیغ په نیغه د خبرو اترو لپاره د خپل هیواد د چمتووالي موضوع تکرار کړه .
نیډ پرایس ادعا وکړه د خبرو اترو له پیل راهسې له خپلو متحدانو او شرکاو سره یوځاې له ایران سره نیغ په نیغه خبرو اترو ته چمتو یوو او باوري یوو د اټومي تړون او د نورو مسائیلو په هکله له ایران سره نیغ په نیغه تعامل به ګټور وي .
د امریکا د خارجه وزارت ویاند نیډ پرایس د اټومي تړون د خلاف ورزۍ په هکله د واشنګټن ژمنو ته له اشارې پرته وویل نیغ په نیغه خبرې لا کارنده ارتباط ممکن کوي او دا دقیقا هغه شی دی چې په دغه وخت کښې ورته اړتیا لرو .
په عین حال کښې د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره د امریکا بیا بیا غوښتنو ته په اشارې سره وویل تراوسه مو له امریکا سره خبرې نه دي کړي او که چیرې لوري هیوادونه د ایران د ملت پرضد د ظالمانه بایکاټونو ختمولو ته چمتو وي نو د موافقې امکان شته .
د امریکا د خارجه وزارت ویاند نیډ پرایس دغه راز د واشنګټن د مرکچي ټیم د ځینو غړیو د جلا کیدا په هکله وویل« ریچارډ نفیو »تراوسه د خارجه وزارت غړی دی او د یوه (۱) حکومت د یوه (۱) کال له تیریدا وروسته د کارکونکو ځاې پرځای کول یوه (۱)عادي چاره ده .
نیډ پرایس دغه راز وویل حقیقت دا دی چې د امریکا پخواني حکومت زمونږ لپاره بدې لارې پریښودلي دي او د ایران پرضد د زیات دباو سیاست کاملا ماتي خوړلي ده .