Jan 26, 2022 13:53 Asia/Kabul
  • د تهران چاپ ځيني نننئ  ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

داهم کیهان  ورځپاڼه د ه چې  پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ،د  ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم بیګا نهه نیمې بجې  د ریډیو اوټيلیویژن له لارې  دایران له ولس سره په خبرو کې  ددې خبرې په کولو سره چې په نړیوال سیاست کې فعالیت  او ډيرې هلې ځلې  لرو ،ووئيل دیارلسم حکومت په نړیوالو اړیکو کې  دتوان او دګاونډیانو لوي ظرفیّت ته په پام پسې  دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی د ي،له دې وورسته چې دمتحده عربی اماراتو دفاع وزارت مدعی شوی ددغه هیواد جنګي الوتکو د ین دپوځ د بالسټیک توغندیو توغونکی پلیټ فارم  تباه کړی دی، د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو مسئولانو په یولړ مستنداتو وړاندې کولو سره اعلان وکړ،د ابوظبئ جنګي الوتکو د یوه ټيکداري شرکت ګاډي په نښه کړي دي .

 د چین حکومت په تیر یوه کال کې په مختلفو سویو باندې څه دپاسه شپږسوه اویا ګوندي چارواکي د مقرراتو د خلاف ورزۍ په جرم محکوم او سزا کړي دي،د چین واکمن ګوند کابو اویا میلیون غړي لري .

یوه  صهیونیسټي څيړنیز مرکزپه خپل یوه وروستي راپور کې خبرداری ورکړی،چې دلویدیځي غاړې امنیتی وضعیّت د کورواکه تشکیلاتو د کمزورتیا پشمول په یوشمیر دلیلونو سره د چاودنې تر درشله رسیدلی دی .

د لبنان پخواني ولسمشرسعد الحریري له سیاسته  په غوسه کیدا سره چې مخینه پکې لري،د خپل سیاسی فعالیت د ځنډولو له اعلانه وروسته له بیروته ابوظبئ په لور وخوځيد .

د برمینګم  پوهنتون له اسلامه د ویرولو په باب خپل نوی راپور خپور کړی ، چې ښئ ، دانګلستان مسلمانان  دهغو ډلو وګړي دي،چې په ترټولو زیاته سوه له توپيرونو سره مخامخ دي .

                 داهم ابرار ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې  ئې نن لیکلي دي ،د ایران داسلامی جمهوریت دحکومت ویندوي ووئيل ،په متقابل ډول  د ایران او عربستان  دسفارتونو د پرانیستې لپاره تیار یوو .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د امریکا وال سټریټ ژورنال خپرونې راپور ورکړی ،په ویانا کې د امریکا په مرکچي ټيم کې یو لړ بدلونونه راغلي دي ،په هغو کې د نظر د اختلاف له امله له دغه مرکچي ټيمه دوه کسان ویستل شوي او دغه ټيم د اساسی غړي په توګه ریچرډ نقیو پکې شامل کړئ شوی دی .

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون  وائي د روسیې او اوکراین  ترمینځ د مینځګړیتوب نیّت لري .

د عراق د بریښنا وزارت ویندوي احمد موسی ووئیل د امریکا  د بندیزونو په دلیل د ایران دګیسو پور نشي ورکولی .

د امریکا  د خارجه وزارت ویندوي نډپرایس ووئیل امریکا له ورسیې سره د لازیاتو حضوري تماسونو چې ثابته شي،دغه شان تعاملات د ډيپلوماسۍ او خبرواترو  په لاره کې ګټه ور دي هرکلی کوي .

دجنوبی کوریا یوه لوړپوړي چارواکي ووئيل داسې ښکاري شمالی کوریا له یوې ټاپو وزمې سیمې څخه لږترلږه دوه کروز توغندي آزموئيلي چې په روان کال د دغه هیواد دا پنځمه ستره آزموینه حسابیږي .

په داسې  حال کې  د  ډيموکراټيک سورئې  ځواک  عملیات د سورئې په الحسکه ولایت کې د الصناعه زندان د بشپړ  کنټرولولو لپاره  دامریکا  دائيتلاف پّ ملاتړ سره  دوام لري ، دغو ځواکونو سره نزدو سرچینو وئيلي دي ،  داعشي ترهه ګر د زندان په داخل کې په بشپړ ډول کلابند دي .

 د افغانستان دطالبانو د موقته حکومت  پلاوي په ناروې کې له یو شمیر اروپائي ډيپلوماټانو سره لیده کاته کړي دي چې  جزیات ئې نه  دي خپرۀ شوي.

               داهم د تهران چاپ  رسالت ورځپاڼه ده  چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي د امریکا ولسمشر جوزف بایډن  ګواښ کړی ، که روسیه په اوکراین حمله وکړي ،نو ممکنه ده پخپله  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باندې هم بندیزونه ولګول  شي .

د ایران د  قضایه قوې د بشري حقوقو د  کمیشن منشي کاظم غریب آبادي  ووئیل ، د یمن مظلو م ولس د بشری حققوو د مدعیانو دجنایتونو قربانیان دي.

د امریکا پنټاګان  په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،دغه اورګان تیار دی څو  اروپا ته خپل اته زره  پنځه سوه پوځيان  ولیږدوي .

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د مشر مرستیال ملابرادر او ددفاع وزارت سرپست ملا یعقوب ټاکل شوې ده په ورسیې کې د افغانستان د مقاومت لوري له مشرانو احمد مسعود  امر ا... صالح او صلاح الدین رباني سره  سره خبرې اترې وکړي .

په پاکستان کې  اومیکرون کرونائي ویروس په اوڅاره توګه په زیاتیدا دی او ددغه هیواد حکومتي  مسئولان وائي که  روغتیائي پروټوکولونه رعایت نشي،نو ممکنه ده سمارټ لاک ډاؤن بیرته ولګول شي .

د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک په دیرالزور او الحسکه ولایتونو کې د تکفیري ترهه ګروداعشیانو یو شمیر پټنځایونه او سترې وسلې په یولړعملیاتو کې تباه کړي او په لسګونو داعشیانو ته ئې مرګ ژوبلې اړولي دي .  

 

ټیګونه