Jan 26, 2022 14:17 Asia/Kabul
  • کوچني ماشومان څومره چالاک شوي ؟

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې یوه (۱) دوه (۲) کلن ماشوم په ټوکو ټوکو کښې د زرګونو ډالرو په اندازه سامان د اینټرنیټ له لارې واخیست .

دغه پیښه په امریکا کښې د یوې (۱) ښاریزې میرمن مدهوکمار په کور کښې رامینځته شوه کومه چې هندي الاصله ده .

د دغه میرمنې کور ته یوه (۱) اونۍ سامانونه راتلل .

د امریکا دغه هندي الاصله میرمنې داسې فکر کاوه چې دغه شیان د ده لویو ماشومانو یا د هغې خاوند په اینټرنیټ باندې راغوښتي وي خو کله چې تحقیق وشو نو د هغې دوه (۲) کلن ماشوم دغه کارونه ترسره کړي وو .

د امریکا د ښاریزې میرمن مدهو کمار دوه (۲) کلن زوي  ایانش د خپلې مور په موبائیل ټیلي فون کښې په اینټرنیټ پاڼې زیات شیان راوغوښتل چې ارزښت یې په زرګونو ډالره و .

په دغه اینټرنیټ باندې غوښتل شویو سامانونو کښې کرسیانې ، ګلدان او د ښکلا نور شیان موجود وو چې اوس د مدهوکمار په کور کښې موجود دي .

د امریکا ښاریزې مدهوکمار وویل زه خپل زوي ته غصه نه یم ځکه چې هغه اوس کوچنی دی او خوږ دی او هغه چې دغه کارونه کړي دي نو مونږ خوشحال یوو .

 

ټیګونه