روسیې او اوکراین اته ساعته خبرې کړي دي
زمونږ خبریال وايي د نرمانډي ډلې د غړیو هیوادونو استازیو چې اوکراین ، روسیه ، فرانسه او جرمني پکښې شامل دي پرون په پاریس کښې د اوکراین د کړکیچ په چورلیزتوب سره څلوراړخیزه غونډه وکړه .
دغه غونډه څه د پاسه اته (۸) ساعته روانه وه .
د نرمانډي ډلې په غونډې کښې د روسیې استازي دیمیتري کوزاک د خبرو له ختمیدا وروسته وویل له اوکراین ، جرمني او فرانسې سره به خبرې اترې دوام ولري .
هغه وویل د تاوتریخوالو د کمولو په هکله د خبرو اترو بل پړاو به په راتلونکو دوو (۲)اونیو کښې په برلین کښې وشي .
له دغه غونډې سره په یووخت د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ هم وویل دغه تړون په ختیځې اروپا کښې د امنیتي ضمانتونو په هکله د روسیې وړاندیزونو ته په لیکلي ډول ځواب ورکړی دی .
د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن هم وویل واشنګټن د امنیتي تضمینونو په هکله د روسیې وړاندیزونو ته لیکلی ځواب ورکړی .