Jan 29, 2022 11:47 Asia/Kabul
  • د ويانا د خبرو اترو په اړه د روسيې او پاکستان د استازيو صلاح مشورې

په ويانا کښې د نړيوالو ادارو کښې د روسيې استازي له خپل همرتبه سره د ويانا د خبره اترو په اړه صلاح مشورې وکړې.

د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې په نړيوالو ادارو کښې د روسيې استازي ميخائل اوليانوف پرون په يو ټوئيټ کښې وليکل؛ په ويانا کښې يې د پاکستان له دائمي استازي آفتاب احمد کهوکهر سره د ويانا د خبرو اتر او د بنديزونو د لرې کولوپه باره کښې د نظر تبادله وکړه.

روسيه او پاکستان د ايران په خلاف د لويديځ د بنديزنو په لګولو او له ايران سره له اېټمي موافقې څخه د امريکې په وتلو له نيوکه کؤنکو هېوادونو څخه دي

دغه خبرې اترې پائتختونو ته د پلاو په ستنېدو سره تر يوې هفتې وځنډېدې.

 

ټیګونه