Feb 24, 2022 11:31 Asia/Kabul

الجزیره ټيلیویژني چینل هم راپور ورکړی ،په کی یف او خارکیف کې د اوکراین دپوځ د قوماندانۍ پر مرکزونو هم توغندوي حملې او دغه راز د اوکراین په مختلفو سیمو باندې  دروسیې جنګي الوتکو هم بمبارۍ کړي دي.

زمونږ خبریال راپور راکړ ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار وختي ، د دونباس سیمې  د حفاظت لپاره  ددغه هیواد دځانګړو پوځي عملیاتو  د پيلیدا فرمان صادر کړ.

 دو نباس  سیمه  د اوکراین په ختیځ کې  دروسي توکمه  اوسیدونکي لري ، او له ۲۰۱۴کال څخه  د دغې سیمې روسانو ، د دونتسک او لوهانک  دوه جمهوریتونه تاسیس کړي او له اوکرایني حکومت څخه ئې خپلواکه ځاي حکومتونه جوړ کړي دي .

الجزیره ټيلیویژني چینل هم راپور ورکړی ،په کی یف او خارکیف کې د اوکراین دپوځ د قوماندانۍ پر مرکزونو هم توغندوي حملې او دغه راز د اوکراین په مختلفو سیمو باندې  دروسیې جنګي الوتکو هم بمبارۍ کړي دي.

 داپه داسې حال کې دي چې د اوکراین دفاع وزارت  د کی یف  دنړیوال هوائي ډګر  له درستو کارکونکو او مسافرانو دخالی کیدا خبر ورکړی  او د غه راز ئې وئيلي دي ،د  روسیې  دسمندري ځواک جنګی بیړیو  هم په آزوف و اودسا سمندر کې  د هیلي برن ځواک  عملیات هم پیل کړي دي .

له دې سره په یووخت د روسیې دفاع  وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،د روسیې پوځي عملیات به له ښارونو پرته وي او عمومی ځایونو ته به هیڅ تاوان ونه رسوي .

وروستی راپورونه ښئ چې  د امریکا ولسمشر جوزف بایډن چې په همداوروستیو کې ددغې شخړې د پيلیدا لپاره هیڅ  هڅه نه ده سپمولې ، د روسیې د ولسمشر  له خوا ئې د دونباس  کې د ځانګړو پوځي عملیاتو د فرمان د صادریدا په غبرګون کې  وئيلي دي ،نړۍ به روسیه مسئوله وګڼي .  

Image Caption

 

ټیګونه