Apr 16, 2022 08:46 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا۱۴

د رمضان په مبارکې میاشتې کښې روژه نیول د صبر او زغم لپاره یو ښه مشق او تمرین دی. صبر په لوږې او تندې باندې، او په عین حال کښې د خوش اخلاقۍ او د نورو د حق د خیال ساتلو کوشش سبب کیږي چې روژتي کس صبر او زغم په ښه توګه زده کړي

مهربان خدای خپل ګران پيغمبر حضرت موسی علیه السلام ته فرمايي: ای موسی! هر کس چې له ما سره مینه ولري هغه ما نه هیروي او هر کس چې زما د احسان په هیله وي هغه له ما څخه په غوښتنې ټینګار کوي. ای موسی! زه له خپلو بندګانو هیڅکله نه غافله کیږم خو خوښوم چې فرښتې مې د بندګانو د دعا زمزمه واوري.

د روژې په حالت کښې او په مینې او امید سره د الهي رحمت او مهربانۍ په هکله د سوره زُمر ۵۳ مبارک آیت زمزمه کوو:«قُلْ یَا عِبَادِیَ الَّذِینَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ یَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِیعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ :

ووایه! ای زما بندګانو چې په ځان مو ظلم او زیاتی کړی دی، د خدای له رحمته مه ناامیده کیږئ چې خدای زمونږ ټول ګناهونه بخښي ځکه چې هغه ډیر بخښونکی او مهربان دی.

*******************

کله کله په مونږ باندې د نورو له خوا شوی ظلم او بې انصافي سبب کیږي چې ځان ته د غصه کیدو او بد رد ویلو اجازه ورکړو. زیاتره مو لیدلې دي چې ځیني کسان د دغې غصې د کنټرولولو توان نه لري او دغه عصبي شخړه په هغوي کښې ډیره په چټکۍ سره په نښتې او وهنې ډبونې بدلیږي. دا ډول کسان ممکنه ده تاوتریخوالي ته لاس واچوي او په خپله خوښه یا غیرارادي توګه حتی قتل وکړي. ممکنه ده چې هر کس په ځینو خاصو حالاتو کښې د خپل عمل کنټرول له لاسه ورکړي او یوه غلطه فیصله وکړي خو مونږ کوې شو چې په مشق او احتیاط سره د دغو خاصو حالاتو دایره تنګه کړو او د غلطو کړنو د رامینځته کیدو احتمال بیخي ختم کړو.

د رمضان په مبارکې میاشتې کښې روژه نیول د صبر او زغم لپاره یو ښه مشق او تمرین دی. صبر په لوږې او تندې باندې او پّ عین حال کښې د خوش اخلاقۍ او د نورو د حق د خیال ساتلو کوشش سبب کیږي چې روژتي کس صبر او زغم په ښه توګه زده کړي. احصائیې ښودنه کوي چې دا مشق د مسلمانانو په ټولنیزو کړچارونو باندې د پام وړ اغیزه کوي. د رمضان د مبارکې میاشتې په پیلیدو سره د کسانو ترمینځ د کشالو او په لارو کوڅو کښې د نښتو او د کورنیو تاوتریخوالوا په شان جرمونه ډیر کمیږي. په دې میاشتې کښې حتی له دکانونو او کورونو نه د غلاګانو، قتل او سړي تښتونې په جرمونو کښې هم کموالی لیدل کیږي. دا کار هر کال د رمضان د میاشتې په پيلیدو سره تکراریږي او دا تکرار مونږ ته په ښه توګه راښئي چې د جرمونو کمیدونکی بهیر له روژې ساتلو او د خدای د عبادت او بندګۍ لپاره له هلوځلو سره نیغ په نیغه اړیکه لري.

رمضان د صبر او زغم مشق دی او صبر د ایمان یو ډیر مهم رکن ګڼلی شو ځکه چې د امیر المؤمنین علي علیه السلام له نظره ایمان یو داسې بدن دی چې صبر یې د سر په ځاې دی.

هم داشان په قرآن مجید کښې تقریباً اویا آیتونه د صبر او زغم په هکله دي. قرآن تل مومنانو ته د سختیو او مصیبتونو په وړاندې له صبر نه د کار اخیستو سپارښتنه کړې ده او صابرانو ته یې د بې حسابه انعام زیری ورکړی ید. د محرماتو په پریښودو او د واجباتو په ترسره کولو باندې صبر هم تل د دیني تعلیماتو د پام وړ پاتې شوی دی او د رمضان مبارکه میاشته د دغه ډول صبر د راڅرګندیدو یو ښه وخت دی.

د روژې مبارکه میاشت

د رمضان په مبارکه میاشت کښې په روژې نیولو باندې د مؤمنانو پابندي او د خدای په طاعت او بندګۍ باندې یې صبر د ټولنې د هر یو کس په وجود کښې د معنویت د زیاتیدو سبب کیږي. د هغه معنویت چې مؤمنانو ته د زړه نرموالی ورکوي او په کښې بخښل او د لاس خلاصوالی پیاوړی کوي. داسې یو زړه ډیر په اسانه د نورو په تیروتنو سترګې پټوي او دا کار د خدای تعالی عبادت ګڼي.

رمضان د خدای نور په زړونو لګوي او هغه ډیر رئوف او مهربان او بخښونکي کوي، نو له داسې زړه څخه تمه نه شي کیدې چې له نورو مومنینو سره په مخامخیدنه کښې تندي او سختي وکړي. البته هم دغه رئوف او مهربان زړه له ظالمانو سره مخامخیدنه کښې ډیر سختیږي ځکه چې د هم دغه نرمۍ او لطافت په وجه چې په کښې رامینځته شوی دی، د ظلم د زغملو توان نه لري او خامخا به ورسره مقابله کوي. دا هم هغه زړه دی چې خدای تعالی «أَشِدّاءُ عَلَى الکُفّارِ رُحَماءُ بَینَهُم» بللی دی.

********************

ګرانو دوستانو د پروګرام د احکامو په برخه کښې د ځینو هغو شیانو یادونه کوو چې د روژې د ماتیدو لامل کیږي. د اسلام مبین دین د روژې لپاره ډیر مبطلات یعنې باطلونکي شیان یاد کړي دي چې روژه پرې ماتیږي. په دغو مبطلاتو کښې خوراک او څښاک، په خدای او پيغمبر او معصومو امامانو پورې دروغ تړل، جماع او استمناء شامل دي. پر دغو مواردو سربیره د اسلام په مقدس دین کښې د روژې ځیني نور مبطلات هم ذکر شوي دي چې په کښې د واجب احتیاط له مخې ستوني ته د ډیرو دوړو رسیدل او په اوبو کښې د ټول سر ډوبول روژه ماتوي. هم داشان که په یو کس باندې واجب غسل اوړیدلی وي نو د روژې نیولو لپاره پرې واجب دي چې د سهار له اذان مخکښې غسل او طهارت وکړي. پر دې سربیره په مایعاتو سره (اماله) او قصداً اُلټۍ یا قی کول هم د روژې د باطلیدو سبب کیږي.

خو په دې منځومان کښې د خوړلو او څښلو په هکله ځینو ټکو ته پاملرنه ضروري ده. د اسلام د مبین دین د احکامو له مخې که روژتي کس قصداً یو څیز وخوري یا یې وڅښي نو روژه یې باطلیږي حتی که هغه د معمول خوراکي یا څښونکی څیز وي او که د کاغذ یا ټوکر په شان کوم غیر خوراکي شی، او که کم وي او که زیات لکه د اوبو ډیر واړه څاڅکي یا د ډوډۍ یوه وړه ټوټه.

خو په هیره او سهوه خوراک یا څښاک روژه نه باطلوي که هغه واجبه روژه وي او که مستحب یا ثوابي.

هم داشان که د روژه لرونکی کس په غاښونو کښې څه پاتې وي او قصداً یې تیر کړي نو روژه یې باطلیږي خو که نه وي خبر چې د غاښونو په مینځ کښې یې د خوراک ټوټې نښتې دي او سهواً یعنې په غلطۍ سره یې تیرې کړي نو روژه یې نه ماتیږي.

ګرانو مینه والو د روژې په هکله د اسلام د دین د احکامو له مخې که روژتي په خوراک لګیا وي او پوه شي چې سهار شوی دی نو باید چې نوړی له خولې بهر کړي او که عمداً یې تیره کړي نو روژه یې باطله ده او باید کفاره یې ورکړي. هرکله چې د یو کس د درملنې لپاره په روژه کښې د ګولۍ خوړل ضروري شي نو خوړل یې پروا نه کوي خو روژه ورسره ماتیږي. هم داشان د غاښونو له اوریو (لثه) څخه راوتونکې وینه که تیره نه کړي نو روژه یې نه ماتیږي او که د خولې په لاړو کښې ختمه شي نو پاکه ده او تیرول یې خیر دی او د روژې د باطل کیدو لامل نه ګرځي.

****************************

ګرانو مینه والو د پروګرام په دوام کښې د رمضان په مبارکې میاشتې کښې د پیغبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د ګرانې لور بي بي فاطمه زهرا(س) سیرت ته یوه کتنه کوو. د حضرت فاطمه زهرا(س) له ویاړه ډک او الهام بخښونکی ژوند د ټولو ایماندارو په تیره بیا میرمنو لپاره یو ښکلی او هراړخیز سرمشق دی. هغه په اخلاق او معنویت، عقل او پوهې، فکر او نظریې، پتمنۍ او میړانې، جمال او کمال او ایمان کښې د ټولې دنیا له میرمنو غوره وه.

حضرت زهرا(س) د مدینې په جومات کښې په خپلې مشهورې خطبې کښې د رمضان په میاشتې کښې ترټولو مهم کار چې روژه نیول دي، اشاره کړې ده او په یوې ښایسته جملې کښې یې روژه نیول د اخلاص پیاوړې کونکي بللي دي. داشان یې د روژې نیولو فلسفه له اخلاص سره تړلې ده. سربیره پر دې چې په هم دغې خطبې کښې یې اخلاص د توحید او د خدای پيژندنې نښه بیان کړې ده. په دې وجه د هغې بي بي له نظره روژه نیول په بندګانو کښې د خدای پيژندنې او توحید د مضبوطیا لامل کیږي. له دې نظره د خدای د میلمستیا میاشته هغه ده چې په کښې له خدای تعالی څخه د انسان شناخت او پوهه زیاتیږي او بندګانو د روژې نیولو په برکت له معرفتي اړخه خدای تعالی ته لاډیر نزدې کیږي.

بي بي فاطمه زهرا(س) فرمايي: کوم روژتي کس چې خپله ژبه، غوږونه، سترګې او اندامونه ونه ساتي د هغه روژه څه ګټه کوي؟

هم داشان یې په یو بل ځاې کښې فرمایلي دي: روژتي په خپلې روژې سره هیڅ نه دي کړې (عینې د روژې حق يې نه دی ادا کړی) تر څو چې یې خپله ژبه او غوږونه او سترګې او نور اندامونه (له حرامو کارونو) نه وي ساتلې.

نو د دې روایت له مخې د یو انسان روژه یوازې له خوراک څښاک او نورو مبطلاتو ځان ساتل نه دي بلکې له ګناهونو ډډه کول او له ټولو محرماتو ځان ساتل، حقیقي روژه ګڼله کیږي.

د شبِ قدر په هکله د ځینو تاریخي روایتونو له مخې، حضرت فاطمه زهرا(س) به پر دې سربیره چې خپله به یې دغه شپې روڼولې او په عبادت به یې تیرولې، کوشش به یې کوه چې خپل اولادونه هم په دغو شپو کښې ویښ پاتې کیدو ته وهڅوي او د هغوي د ویښ پاتې کیدو لپاره به یې حالات برابرول. دغې پاکې بي بي به ماشومان د قدر له شپې نه په مخکښې ورځې تیارول او د هغوي د دغې شپې د خوړو په کمولو سره به یې هغوي ویښ ساتل او ورته به یې د قدر د شپو د روڼولو سپارښتنه کوله او فرمایل به یې: محروم هغه کس دی چې د داسې شپې له خیره بې برخې پاتې شي.

*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی       

 

ټیګونه