Apr 16, 2022 16:21 Asia/Kabul
  • روژه، د خداے مېلمستيا (15)

مونږ او تاسو ټولو د اسلام د ګران پېغمبر (ص) د مهربانۍ، مينې او بخښنې کولو زيات واقعات اورېدلي دي، ډېرو يهوديانو او بت پرستانو د خداے د ګران رسول (ص) د همدغو ښو اخلاقو او نرم خوئي په وجه اسلام ومنۀ او د هدايت شويو په قطار کښې راغلل.

کېدې شي د يو يهودي واقعه به مو چې هره ورځ به يې د پېغمبراکرم (ص) په سر مبارک خځلې شيندلې اورېدلې وي. د خدا ګران رسول (ص) به هره ورځ د هغه دغه ناخوښه چلند ليدۀ خو غصه کېدو به نه او سترګې به يې ورباندې پټولې. يوه ورځ هغه حضرت په هم هغه لار تېرېدۀ خو په سر مبارک يې خځې ونه شيندلې شوې، هغه حضرت يې وجه وپوښته، ورته وويل شول چې هغه يهودي بيمار دے، د اسلام مهربان پېغمبر د هغۀ پوښتنې ته ورغے او هغه يهودي د دغې زياتې مينې او بخښنې کولو په ليدو سره اسلام قبول کړ. حضرت محمد مصطفی (ص) هم هغه ډول چې رحمان او رحيم خداے فرمائي، په رښتيا يوه داسې بېلګه او نمونه ؤ چې په ډېرو غوره اخلاقو سينګار شوے ؤ. دوي به تل له خپل حقه تېرېدل او کله چې به يو کس د هغه حضرت ذاتي حقوقو ته بې پامي کوله نو په اسانۍ سره به ترې تېرېدۀ خو همدغه مهربان او بخښونکے پېغمبر به چې  کله يو حق ترپښو لاندې کېدۀ او يا به په يو شرعي حريم تېرے کېدۀ زيات په قهر کېدۀ. هغه حضرت د انصاف د عملي کولو او د اسلامي احکامو د جاري کولو لپاره له هيچا ويره نه لرله، ټول يې په نظر کښې يوشان ؤ او معيار يې يوازې حق ؤ. د هغه حضرت له نظره مخکيني قومونه او ملتونه له زوال او نابودۍ سره مخامخ شول ځکه چې د قانون په جاري کولو کښې به يې له تبعيض څخه کار اخېستۀ او پرېکنده عمل به يې نه کوۀ.

نو قهر او غصه که هم د عقل د تدبير تر لاندې وي او د شرعي احکامو په لړ کښې راوپاريږی نو غوره او سپېځلے عمل دے. داسې غُصه هيڅکله د تاوتريخوالي او تشدد نه سبب کيږي بلکه نتيجه يې يوازې په چلند او سلوک کښې پرېکنده والےدے. يو داسې پرېکنده والے چې تل له تقوا او خدا ترسۍ سره مل وي او هيڅکله له الهي حدودو نه تيريږي.

د رمضان يا روژې د مبارکې مياشتې پينځلسمه نېټه يو زړۀ راکښونکې وږمه لري. الهي مېلستيا د حضرت امام حسن مجتبی (ع) په ميلاد سره ښکلې شوې ده. هغه شخصيت چې د روژې د مبارکې مياشتې په رارسېدو به يې زيات بدلون پېدا کوۀ  او له خداے پاک سره د مناجاتو او تعلق پېدا کولو ولوله او شوق به يې په ټول بدن کښې رامنځته کېدۀ. هغه حضرت به د دغې مياشت زيات اهتمام کوۀ  او حتی له هغه حضرت څخه د رمضان د مبارکې مياشتې په باره کښې زياتې دعاګانې باقي پاتې دي. منجمله د اقبال الاعمال کتاب په نقل سره  د روژه دارۍ په اړه هغه حضرت فرمائي: هر روژتي د روژه ماتي په وخت يوه قبوله شوې دعا لري. نو د روژه ماتي له وړومبنۍ نوړۍ وروسته دې ووائي: «د خداے په نامه، اے خدايه چې ستا بخښنه پراخه او وسيع ده، ما اوبخښې.» هغه حضرت د خداے له ګران رسول (ص) څخه په نقل شوي يو حديث کښې له يو مومن ورور سره مرسته حتی له روژې نيولو او د عبادت لپاره له شپې رڼولو څخه هم ډېره اوچته بللې ده. امام حسن مجتبی (ع) به يو حديث کښې فرمائي:

«إنَّ اللّهَ جَعَلَ شَهْرَ رَمَضانَ مِضْماراً لِخَلْقِهِ، فَیَسْتَبِقُونَ فیهِ بِطاعَتِهِ إِلى مَرْضاتِهِ، فَسَبَقَ قَوْمٌ فَفَازُوا، وَقَصَّرَ آخَرُونَ فَخابُوا: خداے پاک د رمضان مبارکه مياشت د خپلو بندګانو لپاره د سيالۍ  مېدان وګرځوۀ. نو ځينې کسان په دغه مياشت کښې په اطاعت او عبادت سره الهي رضا او سعادت ته د رسېدو لپاره به له يو بل نه مخکې کيږي او ځينې به د بې پامۍ او کوتاهۍ په وجه زيان او تاوان کوي. نو په دې بنياد هغه څه چې د امام حسن (ع) له احاديثو څخه نتيجه اخلوو د روژې په مبارکه مياشت کښې د خداے پاک د عبادت او اطاعت کول او د هغه ذات رضامندي حاصلول او په دې لار کښې اهتمام کول دي.

د تېر مطلب د احکامو په برخه کښې مو ستاسو لپاره د خوراک څښاک په اړه څو ټکي بيان کړل. د پروګرام په دې برخه کښې هم په دې اړه څو نور ټکي بيانوو. د رژوتي په ژبې سره د شونډو لمدول روژه نه باطلوي.همدا رنګ د خولې لاړې تېرول هم روژه نه باطلوي، د خوړو څکل هم په داسې صورت کښې خولې ته داخل نه شي څه پروا نشته. که روژتي د تندې د ماتولو لپاره په خوله کښې اوبۀ واچوي په داسې صورت کښې چې له ستوني يې ښکته نه شي روژه يې صحيح ده. غړغړې کول هم څه مشکل نه لري خو که اوبۀ يې له ستوني ښکته لاړې شي نو روژه يې باطله ده او هغه کس پکار دے روژه ماته کړي.

کله کله داسې راپېښيږي چې له پېشمني وروسته د ځينو خوړو يا د ټوت پېسټ  خوند او بوئي  تر يو وخته پورې په خوله کښې پاتې کيږي. نو اوس که د خولې له وينځلو وروسته بيا هم خوند او بوئي پاتې کيږي نو څه پروان نشته.که يو روژتي کس په هېره څه اوخوري د بل کس لخوا ورته يادول فرض نه دي. البته د واجت احتياط له مخې که په خاصه توګه د خلقو په مخکې وي نو پکار دے ورته يادونه اوشي چې ورته راياد شي چې روژه او که هغه څيز يې له خولې بهر کړ نو روژې ته دوم ورکولې شي.

د شونډو چودېدو د مخنيوي لپاره په شونډو باندې د وېټامن لرونکو مرهمو لګول که د خولې له لاړو سره ګډ نهشي او له ستوني لاندې لاړ نه شي نو څه باک نشته. د روژې په حال کښې د خوشبو لرونکي شېمپو او کريمو استعمال روژه نه باطلوي. د عطرو استعمال هم د روژتي لپاره مستحب کار دے، خو قصداً د بوئي لرونکو بوټو بويول مشکل لري. د سترګو د استريل څاڅکو په شان په سترګو کښې د قطرو اچول هم روژه نه باطلوي. خوله زده څيزونه يوه داسې ماده لري چې د خولو په غدد کښې جذبيږي او د خولو د بهېدو مخه نيسي، له دې امله چې دغه څيزونه څه خوراکي رول نه لري او د درملو په شان دي ورنه استفاده کول د روژې د باطلېدو نه سبب کيږي.

کله کله د انسان معده سوزش پېدا کوي او تروې اوبۀ يې له معدې نه خولې ته راځي نو که روژتي هغه څيز په هېرې سره بيا اوخوري يعنې له ستوني يې ښکته کړي نو روژه يې نه باطليږي، خو که قصداً يې ښکته کړي نو روژه يې باطليږي. همدارنګ که روژتي د زړۀ کچه کېدو د حالت په وجه بې اختيار اولټۍ وکړي نو روژه يې له څه مشکل سره نه مخامخيږي خو که قصداً د خپلۍ اولټۍ سبب شي نو روژه يې باطله ده او کفاره پرې هم فرض کيږي.

يوه ورځ حضرت داؤد (ع) د خداے پاک په درګاه کښې عرض وکړ، خدايه! يو کس چې ستا د رضا لپاره روژه اونسي څه ورته ورکوې؟ د خداے لخوا غږ اوشو چې روژه زما لپاره ده او اجر به يې هم زۀ ورکوم. ژوتي دوه خوشحالۍ لري يوه هغه وخت چې روژه ماتې کوي او بله هغه وخه چې اجر يې  حاصلوي او زۀ هغه دوه لس څيزونه ورکوم: ګناهونه يې بخښم، زيات ثواب ورته ورکوم، روژتي خپل رحمت ته نزدې کوم،  هغه له داسې دروازې څخه جنت ته داخلوم چې خاص د روژتيانو لپاره د، د قيامت په ورځ به نه تږې کيږي، زما په رحمت کښې به بوختيږي، روژتي ته به د پرهېزګارانو جامې وراچوم، د هغه نوم به د صديقان په لېسټ کښې ليکم، دعا به يې قبلوم او ورته به حکمت ورزده کوم.

---------

 

ټیګونه