Apr 26, 2022 08:15 Asia/Kabul
  • روژه د خداے مېلمستيا (۲۲)

د خداے پاک ډېر شکر دے چې د رمضان د مبارکې مياشتې د دويشتمې روژې د درک کولو توفيق يې راکړ. له مهربان ربه غواړوو چې مونږ د پېشمنيو له برکتونو آګاه کړي او زمونږ زړونه يې د انوارو په رڼا روښانه وګرځوي.

مونږ انسانان له ګناه مبرا نه يوو، بلکه هم هغه ډول چې قرآن مجيد فرمائي: (و اکثرهم لا يعلمون). مونږ اکثره په جهالت، نادانۍ او غفلت کښې پراته يوو، اکثر داسې راپېښېږي چې له غفلت سره مخامخ کيږوو او هغه څه مو چې خداے پاک ترې منعې کړې ده انجام کړي دي او يا مو الهي اوامرو ته بې پامي کړې ده. په داسې موقعو د خداے پاک حکم دا دے چې توبه وکړوو او نېغ لارې ته ستانۀ شوو ځکه چې خداے پاک ډېر توبه قبلؤنکے دے. له مونږ څخه ډېرو زياتې توبې وېستي دي خو په هم هغه اندازه مو هم توبې ماتې کړې دي او بيا مو ګناهونه ترسره کړې دي او ځينې مو دومره په ګناهونو کښې ډوب شوي يو چې له ځانه نااميد شوي يوو او هډو د توبې او خداے پاک ته د ستنېدو په فکر کښې نه يوو. په ګناه باندې ټينګار او اصرار زياته غندونکې او ناخوښه چاره ده خو د خداے پاک له رحمت نه نااميدي هم په هم هغه اندازه ناخوښه او غندونکېده. خداے پاک د سوره زمر به ۵۳ آيت کښې فرمائي:

«قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ»

د دې مبارک آيت ټول کلمات د خداے پاک له مينې او مهربانۍ ډک دي او له ډېر مهربانۍ يې ګناهګارانو ته «زما بندګانو» لفظ سره خطاب کړے او تاکيد کوي چې د هر ډول ګناهونه بخښني.ته به وائې چې هډو ورلره د ګناه ډول او اندازه څه مهمه نه ده، بس دومره کافي ده چې له رحمته يې نااميد او مايوسه نه شوو او پوه شوو چې د خداے پاک رحمت ته اميداره کېدل د ټولو ګناهونو د بخښنې زمينه جوړؤنکي دي. خداے پاک درحمت مبداء دے او هيڅکله خپل بندګان له خپل رحمته نه مايوسه کوي، خو دا په دې معنا نه دي چې هر کار غواړوو وې کړوو او په دې مطمئن شوو چې خداے پاک به مو ګناهونه اوبخښي. امام جعفر صادق عليه السلام فرمائي: د خداے رحمت ته اميداواره اوسئ، داسې اميد چې  درته د ګناه کولو جرات درنه کړي او له خدايه ويره ولرې، داسې ويره چې دې له خپل رحمته نااميده نه کړي.

د امام جعفر صادق (ع) له نظره د هر مومن بنده په زړۀ کښې دوه نورونه موجود دي، يو د خداے پاک رحمت ته د اميد نور او بل د هغۀ له غضب او عذابه د خوف او ويرې نور. په اصولي توګه د قرآن مجيد په کلتور کښې خوف او رجا يعنې ويره او اميد سره اخښل شوي دي. خداے پاک د سوره غافر په ۶۰ مبارک آيت کښې فرمائي:

«ما وبولئ چې مو دعا قبوله کړم، البته هغه کسان زما له عبادته سرکشي کوي ډېر زر به خوار او سرټيټے دوزخ ته داخل شي.»

دا آيت په هم هغه حال کښې چې مونږ د خداے پاک رحمت ته هيله من کوي د الهي عذاب او غضب په اړه هم راته خبردارے راکوي او په عېن حال کښې د دې خبرې بيانؤنکے دے چې د خداے پاک رحمت د هغه په غضب وړومبيتوب لري. دا هم هغه خوف او رجا ده چې مونږ پکاردے تل دغه دواړه په نظر کښې ولروو.

د خداے پاک له عذابه د بيم او ويرې نتيجه د ګناه پرېښودل دي او د هغه رحمت ته د اميد نتيجه د صالح عمل ترسره کول دي. د سورۀ کهف په ۱۱۰ آيت کښې خداے پاک فرمائي: « نو هر څوک چې له خداے پاک سره د ملاقات اميد لري پکار دے ښه کارونه وکړي.»

نو ويلې شوو چې که خوف او رجا د بنده په عمل کښې څه اثر نه شي لرلې نو هغه بنده له دروغجن نه بغېربل څه نه دے. يو مدعي چې پکار دے د دغو دروغو لپاره هم توب او استغفار وکړي.******************************

د پروګرام په دې برخه کښې څلورو مهمو موردونو ته چې پکار دے د روژې په مبارکه مياشت کښې په خوړو کښې جدي واخل اشاره کوو. وړومبنے مورد د خوراک د خوړو وخت، دويم مورد د خوراک د خوړو اندازه، دريم مورد د خوراک د خوړلو څه رنګوالے او څلورم مورد د هغه  خوراک چې يې اسعمالوو ډول دے. په ننني پروګرام کښې په خاصه توګه د روژه ماتي او د ماښام او پېشمني د ډوډۍ د خوړو د وخت په اړه له تاسو سره غږيږوو.

د روژې په مبارکه مياشت کښې انسان ته اجازت دے چې د ماښام له اذانه واخلې تر سحر اذانه پورې د مهربان خداے نعمتونه اوخوري.روژتي کس د ماښام د اذان په وخت روژه ماتےخوري او د سحر له اذانه مخکې پېشمنے خوري. زياته سپارښتنه شوې ده چې په پېشمني کښې داسې داسې پروګرام سنجنونه اوشي چې انسان هم د دعا او عبادت لپاره د وخت خيال وساتل ي او هم د خوراک خوړو لپاره کافي وخت ولرلې شي. د خوراک په اړه يوه تېروتنه د پېشمني په وخت د خوراک په خوړلو کښې بيړه ده. په کلي شکل يو کس چې پېشمنے په په بيړې سره اوخوري د معدې او کولموله ناراحتۍ سره مخامخ کيږي. په حقيقت کښې په بيړه د خوړلو اثر د څو ورځې روژه نيولو وروسته د هاضمې په سېسټم کښې څرګندیږي، لکه د معدې د درونوالي، په ورځ کښې په طبيعي توګه د خوراک د نه هضموالي او د معدې ترشوالي په اثرات.

د روژې په مبارکه مياشت کښې پېشمنے يو ډېر مهم خوراک دے چې خوړل کيږي او هيڅکله پکار دے ډډه ترې ونه کړې شي. د پېشمني خوراک تاسو سره په دې کښې مرسته کوي چې خپل بدن د يوې اوږدې ورځې لپاره چمتو ولرئ. د پېشمني خوړل د بدن د کارکردګۍ د سست والي مخه نيسي. د يو پوره پېشمني خوړل په دې کښې له تاسو سره مرسته کوي چې د روژې نيولو لپاره چمتو او انرجي لرونکي پاتې شئ. سپارښتنه کيږي چې د ورځې په اوږدو کښې د پائېدارې انرجۍ لرلو لپاره بوره يا سبوس لرونکو اوړو  ډوډۍ استعمال شي. د دې باوجود چې د پيشمني په وخت له ويښېدو او ډوډۍ خوړو نه خوب کول ډېر زړه راکښونکې چاره دده خو زياته سپارښتنه کيږي پکار دے د پېشمني خوراک پرې نښودل شي.

د روژه ماتي او پېشمني ترمنځ د وخت فاصله دومره پکار ده چې د پېشمني د خوړلو په وخت په معده کښې نه هضم شوے خوراک نه وي. له همدې امله روژه ماتے پکار دے په وړومبني فرضت کښې اوشي د پېشمني د خوړلو له وخت سره تداخل رامنځته نه شي. پکار دے د روژه ماتي په وخت د خوړل شوي خوراک اندازه په نظر کښې اونيول شي او د هغې په بنياد د پيشمني خوړو مرحلې ته داخل شي. د پېشمني خوړلو وخت پکار دے داسې وسنجولے شي چې د خوراک د هضمېدو لپاره کافي وخت ولري او انسان په ډکه خېټه بسترې ته لاړ نه شي.

روژه زړۀ نوراني او روښانه کوي. انسان د روژې په سيوري کښې د عالمينو له پروردګار سره د مناجاتو او رازونياز خوند څکلے شي.د روژې د مبارکې مياشتې خواږۀ عبادتونه د انسان وجود سپکوي او هر څومره چې د خداے پاک او د هغه د عظمت او او قدرت معرفت زيات شي نو پکښې د نېکو کارونو د ترسره کولو زمينه زياتېږي. له همدې امله د روژې مبارکه مياشت د ايمان او عمل په سيوريکښې د اخلاقي فضائأو د ښکلا مياشت ده. په دې مياشت کښې د معصومينو عليهم السلام سيرت  په دې موضوع باندې يو تاکيد دے.امام محمد تقي (ع) د رمضان په مبارکه مياشت کښې دا دعا کوله: «اے هغه خدايه چې تدبيريې په اختيار کښې دے او  هغه په هر څيز قادر دے، اے هغه ذاته چې پوهيږي د سترګو  او د هغه څه خيانت چې په سينو کښې يې پټوي او زړونه په ځان کښې پټوي او هغه دې په ځېرتيا سره آګاه.

خدايه مونږ په هغو کسانو کښې وګرځوې چې نيت وکړي او ورپسې عمل وکړي او مونږ له هغو کسانو ومه ګرځوې چې له کار او کوشش نه بغېر په څه اعتماد وکړي. خدايه، زمونږ بدنونه له بيماريو څخه په امان  کښې وساتې او په هغه څه کښې چې له عملونو څخه دې دې راباندې فرض کړي دي مرسته وکړې چې په دې مياشت کښې له مونږ تېر شې په داسې حال کښې چې هغه څه چې دې په مونږ فرض کړي وو ترسره کړي وي. خدايه! مونږ د دې مياشتې په روژه نيولو کښې مرسته وکړې د شپې په روڼه کولو کښې مونږ بريالي کړې او په دې مياشت کښې د نمونځ ادا کولو لپاره راته لذت عطاء کړې او د قرآن مجيد له تلاوت کولو مو بې برخې نه کړې او په مونږ د زکات ادا کول اسان کړې. خدايه! راباندې ستړتيا ، سستي،  رنځ، بيماري او هلاکت غالب نه کړې.

خدايه له حلالې روزۍ څخه  مو روژه ماتې په برخه کړې، خدايه! په مونږ باندې هغه ونډه چې دې زمونږ په برخه کښې ده په دې مياشت کښې اسانه کړې او هغه څه راباندې اسان کړې چې په خپل فرمان دې راباندې مقر کړي دي او حلال او له ګناهونو پاک او پاکيزه او معصيت او جنايتونو نه پاک مو په برخه کړې. خدايه! په مونږ بې له پاک خوراک بغېر او څه پليد او حرام ونه خوروې. زمونږ حلاله روزي په برخه کړې چې په ګندګۍ او بيماريو ککړه نه وي.

په دې مياشت کښې د واحد خداے مېلمانۀ يوو. هغه چې مېلمستيا يې له مهربانۍ ډکه ده، په خپلو بندګانو مهرباني او بخشش کوي او په معنوي اجرونو سره يې زړونو ته اطمينان او خوشحالي ورکوي. مونږ هم له امام محمد تقي (ع) سره په يو غږ دا دعا غواړوو:

«خدايه! درود اولېږې په حضرت محمد او د هغه په پاک آل باندې او زمونږ  روژه په خپله درګاه کښې قبوله کړې او له نېکۍ او تقوا سره يې وګنډې او زمونږ  کوششونه د قدرونې وړ ګرځوې او زمونږ شپې روڼونې په نېکۍ سره قبولې کړې زمونږ قرآن چې مو تلاوت کړے دے پاس بوځې او زمونږ دعاګانې قبولې کړې، نېکو کارونو ته مو هدايت کړې او له مشکلاتو مو اوساتې او  له اسانتياو سره مو مخامخ کړې ، درجات مو بلند کړې او نېکې مو دوه برابره کړې او  زمونږ روژه او نمونځونه قبول کړې.... او د رمضان مياشت په داسې حال کښې تېره کړې چې تا زمونږ روژه او شپې روڼه کول قبول کړي وي او زمونږ اعمال دې پاک او پاکيزه ګرځولي وي او زمونږ ګناهونه دې بخښلي وي او په دې مياشت کښې دې له هر خېراو نېکۍ څخه زمونږ برخه په بشپړ توګه راعظاءکړې وي چې بې شکه ته قبلؤنکے معبود او نزدې پالونکے يې او په هر څه باندې احاطه لرې.»

--------

 

ټیګونه