Apr 26, 2022 08:22 Asia/Kabul
  • روژه د خداے د مېلمستيا (23)

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره روژه د خداے مېلمستيا نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

له شلو زياتې ورځې اوشوې چې د د روژې د مياشتې او د نور او ايمان د مياشتې په برکت ستاسو قدرمنو ترڅنګه يوو. د خداے پاک ډېر شکر دے چې چې د دې ملګرتيا فرصت يې راته راعطاء کړ او د هغه د حکم د ترسره کولو لپاره يې مونږ ټولو ته صبر او زغم راکړ. اوس د قدر شپې تېرې شوې دي، هغه شپې چې هره يوه يې له زرو مياشتو بهتره وه. اوس زمونږ مقدرات ټاکل شوي دي او خداے دې وکړي چې په دغه تقدير کښې د راتلونکي رمضان د مبارکې مياشتې يو نصيب هم موجود وي او په دغه تقدير کښې زمونږ لپاره په ايمان کښې ثابت قدمي هم ليکل شوې وي او محمد (ص) او آل محمد (ص) سره د مينې مُهر يې هم زمونږ په زړونو وهلې وي، هغه مينه او مودت چې احترام له ځان سره لري او عېن نجات دے.

حُرِّ ابن يزید رياحي نوم به مو ياد وي؟ هغه کس چې امام حسېن ابن علي عليه السلام ته يې لاره بنده کړه او د کربلا په صحرا کښې پاتې  کېدو ته يې مجبور کړ! که حُر داسې کار نه وې کړے نو کېدې شي د عصمت او طهارت د دغې کورنۍ په اړه دا ډول جسارت نه وې شوے. د دغې څرګندې او سترې خطاء باوجود يو څيز د حُر په وجود کښې موجود ؤ چې ورته يې نجات ورکړ او هغه د پاکو امامانو عليهم السلام د مور قدرمنې او د خداے د ګران پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د لور بي بي حضرت فاطمه زهرا سلام ا... عليهاپه اړه احترام ؤ.

کله چې حُر او د هغه لښکريانو د امام عاليمقام د تګ لاره اونيوه نو امام ورته وفرمايل: «مور دې ستا په وير اخته شي، له ما څه غواړې؟» حُر چې د امام حسېن (ع) په دې خبره ډېر خفه شوے ؤ خو په دې خبره کولو شرمېدۀ چې د امام عاليمقام د مور بي بي په باره کښې څه بده خبره له خولې اوباسي. هغه د هغه احترام په وجه چې د حضرت بي بي زهرا (س) لپاره قائل ؤ امام ته عرض وکړ: «که بل هر کس زما د مور ذکر په خوله راوړے وې نو جواب به مې يې ورکړے ؤ خو څه وکړم چې ستاسو د مور بي بي په باره کښې بې له خېر او خوبۍ څه نه شم ويلې همدغه له خولې د ناروا خبرې له وېستلو شرمېدل وو چې هغه ته يې نجات ورکړ.

د عاشورې په ورځ چې د يزيد په زرګونو لښکريانو د اهلبېتو عليهم السلام کورنۍ محاصره کړې وه، حُر ابن يزيد رياحي چې زړۀ د ايمان په رڼا روښانه ؤ، پېزار يې له پښو راووېستۀ، ډال يې اپوټ کړ او په داسې حال کښې چې په خپل تېر وخت پښېمانه ؤ، له ژړا نه په ډکو سترګو او په لړزېدونکي بدن د امام حسېن (ع) خدمت کښې حاضر شو او توبه يې ووېسته. مهربان امام هم د هغه لپاره د مغفرت دعا وکړ چې ګناهونه يې اوبخښل شي. حُر د خپل امام له دښمنانو سره له ډېر سخت جنګه وروسته د شهادت جام نوش کړ او نجات موندونکو وګرځېد.

بې شکه حياء يو داسې نعمت دے چې له ايمان سره ملتيا لري. امام جعفر صادق (ع) فرمائي: «هغه کس چې حياء نه لري، ايمان نه لري» د هغه حضرت له نظره حياء، پاکلمني، او ژبه له داسې بيانه ساتل چې ناسمه وي د ايمان برخه ده۹. څوک چې حياء نه لري نو د هيڅ کار له کولو او د هيڅ خبرې له کولو نه شرميږي او بې له شکه داسې يو کس له مومنانو نه دے. د حياء او ايمان تعلق دومره نزدې دے د خداے ګران رسول (ص) حياء د اسلام خوئي او خصلت معرفي کړے او فرمائي، حياء ټول دين دے. نو په دا ډول پکار دے ووايوو چې هغه کس چې د حُر بن يزيد رياحي په شان چې زړۀ يې د اسلام په رڼا روښانه دے تل له هغه څه شرم لري چې خداے پاک او د هغه ګران رسول (ص) بد ګڼلي او ترې يې منعې کړې ده. داسې يو کس حتی له نورو کسانو هم حياء کوي او که د بد کار مرتکب کيږي د شرم او حياء په وجه يې د خلقو له نظره پټوي، او حتی له داسې کار کولو څخه چې عامه خلق يې بد بولي هم ډډه کوي. امام علي (ع) ترټولو غوره حياء له ځانه حياء بولي او فرمائي: «ترټولو غوره شرم او حياء دا ده چې ته له خپل ځانه حياء وکړې او د ناروا لوري ته ګام اوچت نه کړې.»

راځئ چې د حياء او پاکلمنۍ په خيال ساتنې او له ناروا خبرو د خپلې ژبې په ساتنې سره د ايمان خزانه د خپلو زوړنو په صدوقچه کښې اوساتوو او هغه په سلامتيا سره د مقصد منزل ته اورسووو. اميد دے چې د حياء په خيال ساتلو سره مو خداے پاک په ايمان کښې اضافه وکړي او مونږ هم د حُر په شان له نجات موندونکو وګرځوي.

روژتيان په روژه نيولو او د خپلو نفساني خواهشاتو په کنټرولولو سره د معارفو او حقائقو ورونه خپلې مخې ته خلاصوي.د لوږې او سختۍ زغمل په نفس باندې د غلبې او د انسان د روحي قواؤ د غوړېدنې سبب کيږي او په  مقابل کښې په خوړو کښې زياتے د معرفت او تفکر د څراغ د مړ کېدو سبب کيږي. جعفر بن محمد بن حمزه په يو ليک کښې  له امام حسن عسکري (ع) څخه د روژې د شرعي حېثيت د وجې په اړه پوښتنه کړې وه. امام حسن عسکري (ع) ورته به ځواب کښې  وفرمايل:

« فَرَضَ اللهُ تعالی الصّومَ لِیَجِدَ الغَنیُّ مَسَّ الجوُعِ فَیَحنو علی الفقیر» ؛ «خداے پاک روژه فرض کړې ده چې سرمايه دار د لوږې خوند اوڅکي او نتيجه کښې له حاجتمن سره مهرباني وکړي.»

الهي احکام پې له حکمت او فلسفې نه دي، ځکه چې خداے پاک حکيم دے. که د خداے پاک په حکيم والي باور لروو که څه هم له هغو څخه د ځينو په علت هم نه پوهيږوو. ځکه مسلماني د عالمينو د خداے پاک د فرمان په وړاندې د تسليېدو په معنا دي. خو د احکامو د فلسفې ځينې اړخونه په آيتونو او رواويتونو کښې بيان شوي دي، چې بندګان په لا زيات اطمينان سره اطاعت وکړي. قرآن کريم روژه د تقوا د رامنځته کېدو لپاره بولي او دا يې له اسرارو څخه يو سِر دے. پرهېزګار او تقوادار انسانان د هغو ونو په شان مقاوم دي چې د تيګو ترمېنځ او د غرونواو بيابانونو په زړۀ کښې راټوکيږي او څانګې يې د سختو طوفانونو سوزؤنکي نمر او د ژمې د يخنۍ په مقابل کښې زياتې مضبوطې او استقامت لرونکې وي. روژه هم د انسان زړۀ او روح مضبوطوي. ترټاکلې مودې لوږې او تندې د خوند څکل  او له خوندونو څخه ځان ساتنه انسان ته د مقاومت او ټينګ اودرېدنې قوت ورکوي. يو ځوان چې روژه نيسي نو ځان ساتنه  هغه په عقلاني لار کښې راولي او پکښې د ايمان او ارادې انرجي پياوړې کوي. په داسې صورت کښې د هغه په وجود کښې پټې انرجۍ  ازاديږي او د نېکو او مثبتو کارونو لوري ته هدايت کيږي.

په روايتونو کښې د روژتي لوږه او تنده د قيامت د ورځې د سختيو ياد راوړونکې بيان شوې ده. په يو لړ روايتونو کښې هم خواخوږي، د لوږې د خوند څکل، له خوندونو څخه د محرومېدل او فقراؤ په ياد ډوبېدل د روژې د فرض کېدو حکمت بيان شوے دے. تر څو چې انسان خپله نه وي اسير او قيدي شوے نو د غمجنو په غم او خفګان نه شي پوهېدې. چې روژه ونه نيسي، هغه څه چې په بې وزلو او تش لاسي کسانو تيريږي نه شي درک کولې.روژه د هغو ګټو او اثراتو ترڅنګه چې يې لري او د تندرستۍ لپاره موثره ده، د تقوا اطاعت لپاره يو مشق دے  او روح او زړۀ ته صفا اطمينان بخښي، له فقراؤ سره د خواخوږۍ حس هم په مونږ پياوړے کوي. روژه د دوزخ د اور په وړاندې يو ډال دے.

د روژې په مبارکه مياشت کښې په صحيح طريقې سره د خوراک له خوړو سره د اړوندو ټکو په اړه مو په تېرو پروګرام کښې په وړومبني مورد کښې چې خوراک د خوړو وخت ؤ اشاره وکړه، په ننني پروګرام کښې د يو بل ټکي په اړه چې د روژې په مياشت کښې د خوراک په باره کښې چې پکار دے ورته پاملرنه وکړوو له تاسو سره غږيږوو او هغه د خوراک د خوړو اندازه ده.

کله چې د رمضان په مبارکه مياشت کښې د خوړو د همتيت خبره کيږي نو پکار نه دے دا ناسم فکر وکړئ چې د ګېنټو ګېنټو روژه نيولو وروسته له هغه څه چې زيات چې بدن ته ضرورت دے خوراک اوخوړې شي. د خپلو خوراکونو د خوړو اندازه پکار دے کنټرول کړئ چې د وزن له زياتېدو او د معدې له مشکلاتو څخه مخنيوے اوشي.  تحقيقاتو ښودلې ده چې په ورځ کښې ټول استعمال شوې کالرۍ د يو اېڼټي اکسيډان عمل کوي او د مغزو او بدن له سلامتيا سره مرسته کوي. په نورو الفاظوسره د عمر د زياتوالي يو ډېر پياوړے خصوصيت  هغه خوراک چې يې خورئ نه دے بلکه د خوراک مقدار او اندازه ده چې يې خورئ. هغه څوک چې څه کم خواړه کوي زيات ژوند کوي.

په روژه دارۍ کښې له ټولو وړومبۍ او له ټولو مهمه مسئله د بدن د اوبو پوره کېدل دي. د بدن د اوبو پوره کېدل يو مهم رول لري. پکار دے خپل د اوبو څښل کنټرول او ورباندې څارنه وکړوو. ډېره مهمه ده چې له روژه ماتي نه تر پېشمني پورې موده کښې لږ تر لږه دوه لېټر اوبو اوڅښوو او د څښلو وختونه پکار دے  د روژه ماتي او پېشمني په وختونو اوېشوو. د نمونې په توګه کولې شوو د روژه ماتي په وخت پينځه سوه ميلي ليټره اوبۀ اوڅښئ. ښه دا ده چې په هغو اوبو چې يې د روژه ماتي په وخت څښئ يوه قاشوغه شهد شامل کړئ، شهد نه يوازې انرجي ورکوي بلکه د زخمونو د جوړېدو او د بېکټريو او قارچونو د ختمېدو لپاره ګټور دي. له روژه ماتي نه وروسته تر پېشمني پورې پکار دے د بدن د ضرورت وړ نورې اوبو استعمال شي چې بدن د اوبو له کمښت سره مخامخ نه شي.

له دې نه علاوه د روژه ماتي په وخت د خرما يا کجورو خوړلو ډېره سپارښتنه شوې ده ، ځکه چې خرما له ملټي وېټامېنو او معدني موادو ډکې دي او له سُپر خوراکونو ګڼل کيږي.

د ماښام د ډوډۍ اندزه پکار دے داسې کنټرول شي چې انسان د ماښام له ډوډۍ وروسته مېوه اوخوړې شي او د بدن لپاره ضروري  مقدار مائعات او څښونکي څيزونه بدن داخل کړې شي. که يو کس له اندازې نه زيات خوراک او خواړۀ بدن ته داخل کړي نو په معده باندې بوج راوړي او انسان ښه خوب نه شي کولې. د سالمو سبزيو لرونکي خوراکونه له روژه ماتي وروسته خوړلې شئ. له زياتو فېبرو او کم چربه سُس سره د سلادو، سوپ او يا حتی اومو سبزيو خوړل زياتو غذائي مواد بدن ته رسوي. له روژه ماتي يا له هم هغه د ماښام له ډوډۍ وروسته د سبزيو ترڅنګه کاربوهائيډرېټ هم استعمالولې شئ چې د بدن لپاره انرجي جوړوي. وريجې، مکاراني او بوسه لرونکې ډوې کاربوهائيډرېټ لرونکي خوراکونه دي.

------

 

ټیګونه