May 15, 2022 06:28 Asia/Kabul
  • د بنکاک ښاریز د خپلې میرمنې مړی وسوځوه

زمونږ خبریال وايي د بنکاک دوه اویا کلن ښاریز تقریبا یویشت کاله په یوه تابوت کښې د خپلې میرمنې مړی کیښودلی و او ورسره یې یوځاې ژوند کاوه .

د بنکاک دغه دوه اویا کلن ښاریز چرن جانو اچکل یویشت کاله په تابوت کښې د خپلې میرمنې د مړي له کیښودلو او ورسره ژوند کولو وروسته اوس  د هغې هډوکې په اور کښې سوځولي دي .

د بنکاک فاونډیشن عملې کسانو په یوې کوچنۍ کوټې کښې سخا شیان ، او یو تابوت چې بوې کاوه کشف کړ او د دغه تاتوب ګیرچاپیر د پلاسټیک کڅوړې او نورې ښځې او سخا شیان کیښودل شوي وو .

د رسنیو راپورونه وايي چې د بنکاک دغه ښاریز چرن جانو اچکل له خپلې میرمنې سره ډیره  زیاته مینه کوله .

د بنکاک دغه ښاریز د خپلې میرمنې د مړي د سوځولو پرځاې تر شلو کلونو پورې د  هغې  هډوکي له ځان سره ساتل او هغه د دغه تابوت په خوا کښې ویده کیده او او له خپلې میرمنې سره یې خبرې کولې .

 

ټیګونه