May 19, 2022 05:52 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو په عربستان کښې کم عمره کسانو ته د مرګ په سزا نیوکه وکړه

د ملګرو ملتو سازمان په عربستان کښې د قانوني عمر نه د لاندې کسانو په اعدامیدو باندې په نیوکې سره وویل چې دغه هیواد باید کم عمره ځلمیانو ته د مرګ سزا د لغو کولو په هکله پر خپلې ژمنې عمل وکړي

د ملګرو ملتو ځانګړو رپورټرانو عربستان ته په لیږلي لیک کښې په دغه هیواد کښې له قانوني عمر نه د لاندې کسانو په وژلو باندې په نیوکې سره وویأ: د ماشومانو د حقوقو د کنونشن ۳۷ ماده چې عربستان په ۱۹۹۶ کال کښې تصویب کړی دی، دغه هیواد موظفوي چې له اتلسو کالو د کم عمر کسانو ته د مرګ سزا له ورکولو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتو ځانګړو رپورټونو ټینګار کړی چې ماشومان دې د مرګ د سزا یا د خپل سرو نیونو له خطر سره مخامخ نه شي ځکه چې دا اقدامات د نړیوالو حقوقو د موجودو قواعدو خلاف ورزي ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د بشري حقوقو ډیرو نړیوالو مدافع سازمانونو اندیښنه څرګنده کړې ده چې د عربستان په قوانینو کښې موجوده نیمګړتیا د دغه هیواد قاضیانو ته اجازه ورکوي چې د ځلمیانو لپاره د مرګ د سزا صادرولو ته هم هغه شان دوام ورکړي.

 

ټیګونه