امریکې ته د چین غاښ ماتوونکی ځواب
May 23, 2022 16:04 Asia/Kabul
د چین حکومت امریکایي چارواکو ته خبرداری وکړی چي د ټایوان په هکله په خپلو خبرو پام وکړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن نن په توکیو کې له ټایوان څخه د ملاتړ اعلان وکړ او وویل چي که چین په ټایوان برید وکړي نو امریکا به له ټایوان څخه فوځي ملاتړ وکړي.
هغه ویلي چي امریکا د ټایوان په وړاندې په خپلو ژمنو پاتې ده او د ټایوان په وړاندې د چین زور وینه به په سیمه کې د اکراین او د روسیې د شخړو سره ورته حالات رامینځ ته کړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژائو لیجیان د امریکې د ولسمشر په ځواب کې ویلي چي د ټایوان موضوع د چین داخلي مساله ده او د اکراین له شخړې سره د پرتلې وړ نه دی.
هغه زیاته کړه چي ټایوان د چین د خاورې یوه برخه ده او مونږ هیڅ یو هیواد ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو، امریکا دي پوه شي چي چین د خپلي خاوري څخه د دفاع وړتیا لري.