د نړۍ د اقتصادي حالاتو په هکله د پیسو د نړیوال صندوق خبرداری
د پیسو د نړیوال صندوق مدیري په داووس کې د نړي اقتصادي غونډي ته په خپلو ویناو کې د ناوړه اقتصادي حالات او د ګرانیو د بې سارې زیاتوالې په هکله خبرداری ورکړ.
د راشاټودی له راپور سره سم، د پیسو د نړیوال صندوق مدیري کریستالینا جورجیوا د سویتزرلنډ په داووس ښار کې د هیوادونو مشرانو ته وویل: د کرونا د خپراوی، د اکراین د جګړې او د موسمي بدلونونو د امله د نړۍ اکثره هیوادونه له بې ساري اقتصادي ځورتیا او د توکو د بیې له لوړېدو سره مخامخ شوي دي.
هغه زیاته کړه: د نړۍ اقتصاد له دوهمې نړیوالي جګړې را په دې خوا له داسي سختو حالاتو سره نه وو مخامخ شوی.
جورجیا ویلي چي د خوراکي توکو او د سونګو د قیمت لوړېدا کورنیو ته جدي ستونزې رامینځ ته کړي، د دغه بحران د امله کمزوري هیوادونه له زیاتو ننګونو سره مخامخ شوي چي سمدستي مرستو ته ضرورت لري.
هغې له شتمنو هیوادونو غوښتنه وکړه چي د سوداګریو په وړاندې پراته خنډونه لیري کړي او د کمزورو هیوادونو څخه ملاتړ وکړي.