May 25, 2022 04:18 Asia/Kabul
  • امریکا کښې په ښوونځي باندې برید کښې ۲۱ کسان وژل شوي

زمونږ خبریال وايي د امریکا په ټیکساس ایالت کښې اتلس کلن ځوان په یوه ښوونځي کښې په ډزو سره تراوسه اتلس زده کوونکي او درې نور کسان چې شاید معلمان وي وژلي او یوشمیر نور ژوبل کړي دي .

د امریکا پولیسو هم  حمله کوونکی اتلس کلن ځوان په ډزو سره وژلی دی .

رسنیو وویل چې په ښوونځي باندې حمله کوونکي ځوان له حملې مخکې پولیسو سره هم د ډزو تبادله کړي وه .

په امریکا کښې په ښوونځي کښې دغه برید د نیویارک په بوفالو سیمه کښې په یوه دکان کښې باندې له توکمیزې حملې لس ورځې  وروسته راځي چې پکښې لس کسان وژل شوي وو .

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په ټيلي فون باندې د ټیکساس له ګورنر سره خبرې کړي دي او هغه  ته یې  ته د هرډول مرستې  وړاندیز کړی دی  .

د امریکا ولسمشر جوبایډن په ټیلي ویژن باندې خپل ملت ته په وینا کښې وویل زه بیمار او ستړی شوی یم او زیاته یې کړه مونږ به اقدام وکړو .

ویل کیږي په ښوونځي باندې حمله کوونکي په خپلې نیا باندې له ډزو وروسته ښوونځي ته ننوتلی او بیا یې هلته ډزې پیل کړي دي .

امریکا چې په نورو هیوادونو کښې تل بې ځایه لاسوهنې کوي او د دنیا په بیلابیلو هیوادونو کښې ترهګرې ډلې جوړوي او ورسره مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي د هیواد دننه له ډیرو تاوتریخوالو سره مخامخ ده .

امریکا باید د نورو هیوادونو په چارو کښې د لاسوهنې پرځاې د خپلو  خلکو د هوساینې او د امنیت د برابرولو لپاره اقدامات وکړي .

 

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه