May 25, 2022 04:32 Asia/Kabul
  • روسیې او چین ګډه هوايي ګزمه وکړه

تاس خبري اژانس وايي د چین دفاع وزارت د جاپان سمندر د پاسه له روسیې سره د ګډې هوايي مانورې د ترسره کولو خبر ورکړ او ویې ویل دغه پوځي مانوره په روان میلادي کال کښې د دواړو هیوادونو د پوځي ملګرتیاو یوه برخه ده.

د چین دفاع وزارت پرون په یوې خبر پاڼه  کښې له روسیې سره د خپل هیواد د ګډې پوځي مانورې پیلیدا ته په اشارې سره وویل د جاپان د سمندر د اوبو د پاسه د چین او د روسیې د جنګي الوتکو الوتونه یو سټراټيژیک اقدام دی او د بل هیڅ هیواد پرضد ګواښ نه ګڼل کیږي.

د چین او د روسیې هوايي ځواکونو په ارام سمندر کښې د چین په ختیځه سیمه او د جاپان د سمندر د اوبو د پاسه ګډه هوايي ګزمه وکړه.

د چین دفاع وزارت وویل دغه هوايي مانوره د روسیې او د چین ترمینځ د دوه اړخیزه دفاعي  ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره یوه عادي ګزمه ده.

له دې مخکې د روسیې دفاع وزارت ویلي وو چې د دغه هیواد هوايي ځواکونو د چین له جنګي الوتکو سره په ګډه توګه د چین په ختیځ سمندر او د جاپان د سمندر د اوبو د پاسه ګډه هوايي ګزمه ترسره کړي ده.

د چین دفاع وزارت یادونه وړه له روسیې سره د چین ګډه هوايي مانوره د نړیوالو حقوقو او د قوانینو پراساس شوي ده او په سیمه کښې د هیڅ هیواد هوايي حریم ته یې ګواښ نه دی کړی.

 

ټیګونه