May 25, 2022 05:10 Asia/Kabul
  • ګډوډۍ اروپايي هیوادونو ته ګواښ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د پولینډ ولسمشر اندره دودا وویل د اوکراین د جنګ له کبله د لوږې او د قحطۍ په بڼه کښې اروپايي هیوادونه باید د بې ساري ګډوډۍ په تمه ووسي.

هغه د سویزرلینډ په ډاووس ښار کښې د نړۍ د اقتصادي ټولنې په غونډې کښې په دې خبرې سره چې په اوسنیو شرایطو کښې باید ټول هیوادونه خپل تمرکز د اوکراین هیواد د غنمو په صادراتو باندې وکړي او د دغه چارې د اسانتیا زمینه برابره کړي وویل:د مصر او د افریقا د شمال د هیوادونو اتیا فیصده غنم له اوکراین څخه تامیینږي او د دغه بهیر د ګډوډیدا په بڼه کښې باید د بې  ساري ګډوډۍ په تمه ووسو.

د پولینډ ولسمشر اندره دودا وویل که چیرې د اوکراین جنګ د افریقا د شمال په هیوادونو کښې لوږه او قحطۍ زیاته کړي اسپانیا هیواد او د اروپا د لوې وچې ټول جنوب هیوادونه باید خپلو هیوادونو ته د افریقا  د مهاجرینو سترې څپې ته د اړونده مشکلاتو په تمه ووسي.

پولینډ د روسیې پرضد د سختو بایکاټونو د لګولو یو مهم دفاع کونکی دی او په اروپايي اتحادیې کښې یې د اوکراین د بشپړه غړیتوب لپاره خپل قوي ملاتړ  اعلان کړی دی.

د پولینډ د ولسمشر دغه وینا په داسې حال کښې ده چې د روسیې چارواکي باوري دي د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو مالي بایکاټونه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د خوراکي موادو د کمښت او د انفلاسیون د زیاتیدا اصلي عوامل دي.

 

ټیګونه