May 28, 2022 15:23 Asia/Kabul
  • د جاپان ښاریز د سپي په شان ژوند پیل کړ

زمونږ خبریال وايي د جاپان یوه ښاریز تل دغه ارزو او خواهش درلود چې هغه د یوه ځناور په شان ولیدل شي .

د جاپان د دغه ښاریز دغه ارزو هغه وخت پوره شوه کله چې یوه شرکت یعني کمپنۍ د هغه د دغه خواهش د پوره کولو لپاره یو  کاسټیوم جوړ کړ .

د جاپان دغه شرکت د اسپیشل ماډلنګ لپاره د  سپیو د حرفه ايي کاسټیوم په جوړولو کښې مهارت لري .

د جاپان دغه ښاریز د خپل خواهش د پوره کولو لپاره د سپیشل ایفکیټ ورکشاپ زیپټ سره تماس ټینګ کړ او له هغه څخه یې ډاګ کاسټیوم جوړ کړ .

د جاپان د لباسونو د جوړولو دغه شرکت له دغه ښاریز څخه دوه میلیونه ینه یعني پینځلس زره ډالره معاوضه واخیستله .

 

ټیګونه