Jun 22, 2022 16:28 Asia/Kabul
  • د ایران له خوا د سیاسي اړم په توګه د بندیزونو د کارول کیدو غندنه

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دائمي استازي مجید تخت روانچي په یوه وینا کښې وویل: مونږ د ځینو حکومتونو له خوا د هغو بندیزونو تپل په کلکه غندو

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دائمي استازي مجید تخت روانچي په یوه وینا کښې وویل: مونږ د ځینو حکومتونو له خوا د هغو بندیزونو تپل په کلکه غندو چې ورڅخه په خپلو دوه اړخیزو اړیکو کښې د سیاسي اړم په توګه ګټه پورته کوي. هغه زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت یواړخیز قهرجن اقدامات د انساندوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره د نړیوالو هلوځلو خنډ او هم داشان په ټوله نړۍ کښې د انساني کړکیچونو د رامینځته کولو یوه اصلي سرچینه ګڼي.

د ایران له خوا د ځینو هیوادونو د یو اړخیزو بندیزونو غندنه، د امریکې په مشرۍ د لویدیځوالو کړنلارې ته په پام سره معنا مومي. د یو اړخیزو بندیزونو لګول د هغه اوزار په توګه ګڼل کیږي چې لویدیځ بلاک ورڅخه تل د نورو هیوادونو خلاف د یوې وسلې په توګه کار اخیستی دی. په دې لړ کښې وروستی مثال، د یوکرین د جنګ په پلمه د روسیې خلاف د ډیرو بې مخینې بندیزونو لګول دي چې نه یوازې دغه هیواد بلکې د ټولو دنیا اقتصاد او د نړۍ د ډیرو سیمو په تیره بیا د لویدیځې آسیا او افریقې د خلکو خوراکي تامین یې په نښه کړی دی.

امریکا د روسیې خلاف د بندیزونو مشري په غاړه لري. متحده ایالتونه په نړۍ کښې ترټولو ستر بایکاټ کونکی هیواد ګڼل کیږي او د خپلو بهرنیو سیاستونو د اهدافو په لړ کښې د نورو هیوادونو خلاف د ډول ډول بندیزونو په لګولو کښې ترټولو زیاته مخینه لري. د واشنګټن اروپايي انډیوالان په تیره بیا بریتانیا هم د بندیزونو په لګولو کښې د هغه ملګرتیا کوي. دا بندیزونه د امریکې او لویدیځ له سیاستونو او اقداماتو سره د مخالفت په پلمه او یا د بندیز وړ هیوادونو له خوا هغوي د ګواښل کیدو په ادعا سره لګول کیږي.

واشنګټن حتی د کرونا د وبا په وختو کښې چې له اقتصادي او روغتیايي نظره د ډیرو هیوادونو لپاره سخت بد حالات رامینځته شوي وو،  بیا هم خپلو اهدافو ته د رسیدو په لړ کښې د خپلو سیالانو او دښمنانو خلاف بندیزونو ته په شدت سره دوام ورکړ.

د جوبایډن حکومت هم د ټرمپ د حکومت په شان د واشنګټن د سیالو یا مخالفو هیادونو خلاف بایکاټي کړنلارې ته دوام ورکړی دی. امریکې د زیات نه زیات دباؤ په چوکاټ کښې د ایران خلاف د تاریخ د ډیرو سختو بندیزونو پر لګولو سربیره، د روسیې، چین، ونزویلا، کیوبا، سوریې او شمالي کوریا په شان هیوادونو خلاف هم ډیر یواړخیز بندیزونه لګولي دي.

ملګرو ملتو کښې د ایران استازی مجید تخت روانچي په دې هکله وايي: مونږ د د ځینو حکومتونو له خوا د بندیزونو لګول چې ورڅخه په خپلو دوه اړخیزو اړیکو کښې د سیاسي اړم په توګه ګټه پورته کوي، په کلکه غندو. د ایران اسلامي جمهوریت د یو داسې هیواد په توګه چې د زلزلې، اوچکالۍ، دوړو او د شږو د طوفان او سیلاب په شان له ډول ډول طبیعي آفتونو سره مخ دی، له غیرقانوني او یواړخیزو بندیزونو هم سخت تاواني شوی دی.

که څه هم امریکا د بشري حقوقو په شان مختلفو پلمو سره د نورو هیوادونو خلاف د سیاسي، تجارتي، امنیتي او حتی بشري حقوقو په شان بندیزونه لګوي، خو له دې هر څخه سره سره له ظاهرې وجوهاتو په تیرید سره، د دې کړنلارې اصلي وجه، د واشنګټن د ګټو تعقیبول دي.

ملګرو ملتو هم د امریکې په یواړخیزو بندیزونو باندې په تیره بیا د کرونا د وبا په دوران کښې یې پرې سخته نیوکه کړې ده او د بنیادي ضرورت د شیانو او طبي تجهیزاتو او درملو په لړ کښې په هیوادونو باندې د بندیزونو د لغو کیدو او یا په کښې د نرمۍ راوستلو غوښتنه یې کړې ده.

د یواړخیزه اقداماتو د منفي تاثیراتو  په لړ کښې د ملګرو ملتو د ځانګړې رپورټرې الِنا دوهان په وینا، یواړخیزه بندیزونه د ملګرو ملتو د اقتدار او د قانون د حاکمیت د کمزورۍ او د نړیوالو ملګرتیا په برخه کښې د ویرې سبب کیږي. داسې ښکاري چې د امریکې او لویدیځ د خرابونکو یواړخیزو بندیزونو تاثیراتو ته په پام سره، د دغو اقداماتو غندنې او په خلاف یې د یو نړیوال ائتلاف د جوړولو په شمول له بندیزونو سره د مخامخ هیوادونو یوموټي چلند ته ضرورت دی ترڅو لویدیځ په تیره بیا امریکا په خپلې دې غیرقانوني او انساني ضده کړنلارې کښې بیاکتنې او غور ته مجبوره شي.

*/*/*/*/*/*/

 

ټیګونه