ګوترش د افغانستان له زلزله ځپلو څخه د نړیوالو ټولنې د ملاتړ غوښتونکی شو
Jun 23, 2022 06:42 Asia/Kabul
انتونیو ګوترش پرون د افغانستان له خلکو سره غمرازي وکړه او د پيښې د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه.
د ملګرو ملتو سرمنشي د پرونۍ زلزلې په وجه د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، په دغې غمیزې کښې له تاواني شویو کورنیو سره د مرستې په موخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه
انتونیو ګوترش پرون د افغانستان له خلکو سره غمرازي وکړه او د پيښې د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه.
هغه څرګنده کړه: د ملګرو ملتو مرستندویه ټیمونه د پيښې په ځاې کښې موجود دي او د ضرورتونو جاج یې اخیستی او ابتدايي ملاتړ او مرستې کوي.