Jun 24, 2022 05:30 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی

ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون په افغانستان کښې له زلزلې څخه د خواشینۍ په څرګندولو سره، د دغه هیواد له خلکو او د زلزلې د قربانیانو له کورنیو  سره خواخوږي وښودله

د ایرنا د خبر له مخې مجید تخت روانچي د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې، په دې خبرې سره چې ایران تراوسه د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته د انساني مرستو دوه جوپو د هوا له لارې لیږلې دي، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د ګاونډي په توګه د دغه هیواد د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي په افغانستان کښې د ټول شموله حکومت د جوړیدو اهمیت او بدلونونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: په افغانستان کښې د یو داسې پراخ بنسټه حکومت جوړیدو ته جوته اړتیا بیخي څرګنده ده چې د هیواد د څو قومیتي ټولنې حقیقي استازی وي.

هغه داشان د افغانستان په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي وروستي رپورټ ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه:  د سرمنشي رپورټ ښودنه کوي چې د طالبانو ډیرو فیصلو بنیادي انساني حقوق په تیره بیا د ښځو او نجونو حقوق کمزوري کړي دي.

تخت روانچي په دې خبرې سره چې طالبان باید د بشري حقوقو په تیره بیا د ښځو او د اقلیتونو د حقوقو او هم داشن د زده کړې د حق ساتنه وکړي، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له ګاونډیانو او هم داشان د ملګرو ملتو په شمول له سیمه ایزو او نړیوالانو انډیوالانو سره صلاح مشورې جاري ساتي ترڅو اوږدمهاله صلحې، امنیت او ثبات ته په رسیدو کښې د دغه هیواد مرسته وکړي.

د ملګرو ملتو لپاره د اسلامي ایران دائمي استازي په پاې کښې له افغانستان سره په تیره بیا د انساني اړتیاؤ په پوره کولو کښې د نړیوالې ټولنې د پرله پسې مرستې او تعامل په اهمیت باندې ټینګار وکړ او له نړیوالې تولنې په تیره بیا له مرسته کونکو هیوادونو یې وغوښتل چې دغه مرستې جاري وساتي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۵۰۰ کسانو سرونه بایللي او ۲۰۰۰ تنه نور زخمي شوي دي خو پراخ وراني ته په پام سره د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال هم شته دی.

 

ټیګونه