Jun 24, 2022 12:55 Asia/Kabul
  • بندیزونو له افغانستان سره د انسان دوستۍمرستې اغیزمنې کړي دي

په امنیت شورا کې د ملګروملتو استازي پخپلو څرګندونو کې ووئیل ،د ډير ریسک په دلیل  رسمي بانکي سسټم هماغه شان  افغانستان ته د مالی نقل او انتقالاتو بندیداته دوام ورکوي  او دې چارې پر چینلونو د پیسو ورکولو باندې اغیزې شیندلي  او  د تامین په کړیو کې ئې خار پار رامینځةکړی دی .

ملګري  ملتو هڅه کړې ده ، د انسان دوستۍ دمبادلې د آسانتیاؤ په نامې سره یو سسټم برابر کړي ،څو  میلیونونو ډالري مرستې په افغانۍ بدلې کړي او   دافغانستان د اقتصادي بحرانونو مخه ونیسي  او د طالبانو د رهبرانو بایکاټولو څخه تیر شي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکو ،مارتین ګریفیتس ووئیل ،  هغه نیمې مرستندویه ډلې چې  په دا وروستیو کې  دملګروملتو  په وسیله  ارزول شوي دي ،  افغانستان  ته دمالی مرستو په منتقلولو کې  له مشکل سره مخ دي .

 د ملګروملتو دغه چارواکي روښانه کړې ده،په درو کې دوه برخې مرستندویه ډلو په افغانستان کې د نغدو پیسو کمښت ، د دوي د پروګرامونو په مقابل کې د خنډ په توګه یاد کړی دی .

 ګریفیتس  ووئيل ، ملګري ملتو په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې د انسان دوستۍ د اړتیاؤ د ختمولو لپاره  دخپلې اړتیا وړ له څلور اعشاریه څلور میلیارډ ډ الري بودجې څخه په درو کې یوه برخه پیسې ترلاسه کړي دي .

د ملګروملتو امنیت شورا پرون په داسې حال کې د افغانستان  په باب  خپله درې میاشتنۍ غونډه ترسره کړي ، چې  په دغه  هیواد کې له دې یوه ورځ مخکې زوروې زلزلې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولي دي  

 

ټیګونه