ترهه ګر له افغانستانه ګاونډیو هیوادونو ته په نفوذپسې دي
د روسیې دفاع وزیر ووئيل ، نړیوال ترهه ګر غواړي ، له افغانستانه ګاونډیو هیوادونو ته دنفوذ لپاره د یوه مرکز په توګه استفاده وکړي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ، در وسیې دفاع وزیر سرګئ شایګو په مینځنۍ آسیا کې ددفاع وزیرانو په غونډې کې پخپلې وینا کې ووئيل ، د نړیوالو ترهه ګرو مشران دافغانستان خاوره ، ګاونډیو هیوادونو ته د نفوذ او د یوه پټ او مځکې لاندې چینل د رامینځةکولو لپاره دیوې اډې په توګه ګڼي.
شایګو ددې خبرې په کولو سره چې په سیمې کې مذهبی زوړپاله آئيډیالوجي ، د نشه ایزو موادو قاچاق او له پولو ورآخوا جنایتونه په پراختیا دي زیاته کړه ، لازمه ده له ترهه ګرو تنظیمونو سره دمقابلې لپاره یو ګډ کړچار برابر شي.
د روسیې دفاع وزیر له دې مخکې هم خبرداری ورکړی ؤ چې په افغانستان کې بې ثباتي د ډله ایز امنیت دتړون دموسیسې غړو هیوادونو ته د ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو دصادراتو خطره زیاتوي .
په همداوروستیو کې د روسیې دامنیت شورا مرستیال منشي رشید نورغالیف هم وئيلي وو،چې واشنګټن او دهغو متحدانو تل هڅه کړې ده ،څو دګډو ګټو هیوادونو امنیت وګواښي .
دا په داسې حال کې دی چې طالبانو تل ټينګار کړی دی، چې هیڅ یوه کس او ډلې ته اجازت نه ورکوي ،څو د افغانستان خاوره نورو هیوادونو ته دیوه ګواښ په توګه استعمال کړي .