پاریس د نړیوالې ایټمي موافقې نتیجې ته رسولو ته تیار دی
د فرانسې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې ایران ته اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول سفر ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، پاریس د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې یوې ښې نتیجې ته د رسولو لپاره تیار دی .
د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن حکومت،چې د ایران په وړاندې د ډيپلوماسۍ دکړچار مدعي او هم جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا د هڅې ادعا هم کوي،تردې دمه ئې له خپلې خوا د ښه نیّت دښودلو لپاره هیڅ ګام نه دی پورته کړی .
په ایټمي خبرواترو کې ګډون کونکي کابو زیاتره هیوادونه ، ددغو خبرواترو د لاچټکې جمع بندۍ غوښته کوي ،خو نهائي موافقې ته رسیدا، د باقي پاتې څو مهمو اواساسی موضوعګانو په باب د امریکا د سیاسی فیصلو په تمه ده .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د فرانسې خارجه وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایرانه غوښتي دي،څو تهران ته د اروپائي اتحادېئ د بهرني سیاست دمسئول جوزف بورل له سفره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې نتیجې ته درسیدا او نهائي کولو لپاره استفاده وکړي .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي، مونږ تیار یوو ، ددغې نړیوالې ایټمي موافقې په باب یوې نتیجې ته ورسیږو او له ایرانه غواړو ، همدااوس چې هماغه شان امکان شته له دغه ډيپلوماټيک فرصته د موافقې نهائي کولو او یوې نتیجې ته درسولو لپاره استفاده وکړي .