Jun 26, 2022 08:17 Asia/Kabul
  • د امریکې بندیزونه د افغانستان زلزله ځپلو ته د مرستې رسیدو خنډونه دي

نړیوال مرستندویه سازمانونه په داسې حال کښې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو هڅه کوي چې د لویدیځ له خوا لګول شوي بندیزونه، پر وخت د مرستو د رسیدو مخه نیسي

د رسنیو رپورټونه وايي چې ډیر نړیوال آژانسونه ډیر په سستۍ سره د افغانستان زلزله ځپلو ته سمدستي د مرستو د رسولو کوشش کوي خو د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د مرستې په سر موجودې ستونزې کومه نوې خبره نه ده.

د تیر کال په آګست میاشت کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې امریکې په دغه هیواد باندې داسې سخت بندیزونه لګولي دي چې په دغه هیواد کښې د انساني کړکیچ په هکله د خبرداریو باوجود یې تل د هر ډول مرستې د رسیدو مخه نیولې ده.

د ملګرو ملتو د دفتر د رپورټ له مخې د خوړو د نړیوال سازمان د ۱۸ لارۍ خوراکي توکو، د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۰ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو او د ملګرو ملتو د کډوالو عالي کمشنرۍ هم د کمبلو او خیمو باندې د ضروري جوپو په لیږلو سره د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې کوشش کړی دی خو اړمنو افغانانو ته د دغو شیانو د وررسیدو بهیر ډیر په ورو روان دی او له ډیرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی.

پر هغو بانکي بندیزونو سربیره چې امریکې د طالبانو د موقته حکومت خلاف لګولي دي، د مرستې لپاره د پيسو د انتقال شرایط ډیر پيچلي شوي دي او دغه هیواد ته د پيسو په لیږلو کښې ډیر ځنډ راځي.

په دې منځومان کښې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان زلزله ځپلو ته د مرستو په لیږلو کښې مخکښې دی او پرون یې د مرستو څلورمه جوپه هم زلزله ځپلو سیمو ته لیږلې ده.

 

ټیګونه