Jun 27, 2022 14:36 Asia/Kabul
  • الهی نومونه

خدای تعالی ممتحن دې او خپل بندګان له بلوغ تر مرګه په بیلا بیلو امتحانونو کې اچوي

د ممتحن نوم  د محن له جرړې دې . په عربو ادبیاتوکې محن په متروکې سره د وهلو په معنا دې . همداراز هغه وخت چی سره زر او سپین زر ویلی کوي تر څو د خالص والی درجه یې وټاکی ، په دغه حالت کې عربان وایی ازمښت مې یې وکړو . پر دې اساس د امتحان یا ازمښت په ټکی کې د وضعیت په پوهیدلو سربیره یو ډول مطلوبیت هم په نظر کې نیول شوې دې . استاد هم چی زده کونکي امتحان کوی نو یوازې د زده کونکیو د معلوماتو له اندازې د خبریدالپاره نه وی بلکې د ازمښت اصلی غرض او هدف دا دې چی زده کونکې په مطالعې او د مطلبونو په یادولو سره زیاته وده وکړی .

خدای تعالی ممتحن دې او خپل بندګان له بلوغ تر مرګه په بیلا بیلو امتحانونو کې اچوي . د سوره عنکبوت په دوهم ایت کې لولو ،

أَحَسِبَ ٱلنَّاسُ أَن يُتْرَكُوٓاْ أَن يَقُولُوٓاْ ءَامَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ

ایا خلکو ګومان وکړ همدا چی ویې ویل ایمان مو راوړ ، پری به ښودل شی اوامتحان به ترې نه اخیستل کیږی .

ځکه چی د ادعا په مقام کې هرکس ځان تر ټولو لوړ مجاهد ، مومن او تر ټولو ستر سرشیندونکې معرفی کولې شی ، خو باید دغه ادعاګانې د ازمښت له لارې روښانه شي . باید معلومه شی چی د انسانانو داخل ترکومه اندازه په دغو خبرو سره غږمله دی . البته څرګنده ده چی دغه امتحان د بندګانو له حاله د خدای تعالی د خبریدا لپاره ندې ځکه چی هغه عالم محض دې او جهل پکې لاره نلری بلکې د خدای تعالی امتحان یوازې د هغه هدف لپاره دی چی امتحان کیدونکی ته ستنیږي نه امتحان کونکی ته . خدای تعالی د وګړیوله  باطن او د ایمان له درجې خبر دې خو د وګړیو په اړه د خدای علم باید عملا په بهر کی څرګند شي او عینی تحقق پیدا کړی او هر کس هغه څه چی دننه یې لري بهر راوباسي تر څو پخپله وګړی لپاره هم جوت شي  چی څومره د خپلې ایمان په ادعا کې ریښتونې او په خپلې عقیدې ولاړ دې . پر دې اساس خدای تعالی په مختلفو امتحاناتو سره ، د نعمتونو په ورکولو او اخیستلوسره انسان د خپل وجود کمزورتیا او فقر ته متوجه کوي تر څو د خپلې ودې او لوړتیا لپاره هڅه وکړی او خپلې وړتیاړوې وغوړوی .

ځینې هغه کسان چی د خدای تعالی د ممتحن  نوم او الهی ازمښتونو  له مفهوم سم درک نلري  ، کله اعتراض کوی او وایی ولی خدای پیدا کړی یو چی دغې دنیا ته راشو او امتحان ورکړو او دومره عذاب او درد ووینو ؟ دا مهمه مسله ده چی بی شکه که ورته سم ځواب ورنکړل شی نو له اعتقادی او اجتماعی نظره به بدې پاییلې ولرلې شي . خو حقیقت دا دې چی لومړې باید یوې سترې پوښتنې ته ځواب ورکړل شی او هغه دا چی ایا خدای تعالی مونږه پیدا کړو چی وخورو ، خوب وکړو او نسل زیات کړو او خوند واخلو .؟یا دا چی ووایو خدای تهالی مونږه یوازې عبادت لپاره پیدا کړی یو ؟په داسې حال کی چی خدای تعالی زمونږ له عبادته بی نیازه دې . پرښتې د انسان له پیدا کولو مخکې د خدای تعالی عبادت کاوه  او تر ابده به هم خپل کار ته دوام ورکړی . له همدې امله ځواب ته د رسیدا لپاره اسمانی کتاب قران ته مراجعه کوو . خدای تعالی د بقره سورې په ۳۰ ایت کې فرمایی ،إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ

زه به په مځکه کې یو خلیفه وګمارم .

خلیفه یعنی د نړۍ د پالونکي  جانشین  او هر شایسته انسان دغه مقام ته رسیدلې شی . البته خلافت ډیرې درجې لري او مومن انسان د خپل نیک عمل او ایمان په اندازه او په هغه مقدار چی پکې د خدای تعالی صفتونو او نومونو تجلی کړی وی ، ددخدای جانشین او خلیفه کیدلی شی . او د پام وړ ټکې دا دې چی د پرمختګ اولوړو کمالاتو او ځایونو ته د رسیدا لپاره لاره برابره ده . اصولا د خدای تعالی امتحان هم د همدغه بره تلو لپاره دي . په مونږ کې ځینې ګومان کوو چی د خدای تعالی امتحان د ښونځی او پوهنتون د امتحان په شان دی چی ممتحن د محصل یا زده کونکی د علم د اندازې د معلومولو لپاره له هغه امتحان اخلی . په داسې حال کی چی د خدای تعالی امتحان د وړتیاو د رامینځته کولو او ظهور لپاره د بیلا بیلو زمینو د رامینځته کولو په معنا دی چی د انسان په وجود کې کیښودل شوی دی . په هر امتحان کې انسان خپله داخلی ګروهنه او نیت څرګندوی .

په نړۍ کې د حیات نظام د پللو او تکامل نظام دې او ټول ژوندي موجودات د تکامل لاره وهي ، ټول خلک له انبیاو نیولي تر نورو د دغه عمومی قانون په اساس باید امتحان شی او خپلې وړتیاوی وغوړوي . البته الهی ازمښتونه متفاوت دي ، کله د نعمتونو او بریالیتوبونو په زیاتوالي ، او کله په سختو پیښو ، ناروغیو ، بلاګانو ، ناکامیو سره چی طبعیتا د هغو نتیجې هم له یوه بل توپیر لري ، خو په هر حال ازمښت د ټولو لپاره شته دی . دا امتحانات د انبیاو او الهی اولیاګانو لپاره د هغو د وجودي کمالاتو د ښکاره کولو لپاره دي ، . د عادی  مومنانو  لپاره امتحان  له پټ او خفی شرکونو د خالص کیدا لپاره یړوه وسیله ده چی حتی په عادی شرایطو کې ترې خپله هم ندي خبر . شاید د ذهن د تقریب لپاره داسې ویلط شو چی کله سره زر امتحان کیږی چی خالص شی یعنی  هغه بیا بیا ویلی کوی تر څو خالص او سوچه شی ، خو یو وخت هم زرګر ۲۴ کیراته سره زر د ګاهګ په مخ کې امتحان کوی چی هغه یې ووینی چی دا خالصه سونا یا سره زر دي او ناخالصی نلری .خدای تعالی هم انسان کامل نه ازمایی تر څو د هغه لپاره کمال ترلاسه شی ځکه چی داسې کمال نشته چی کامل انسان یې ونلرلط شی ، بس هغو امتحان کوی چی د زیات تقرب تر څنګ  دهغو داخلی سترتوب او کرامت ښکاره کړی . هماغه ډول چی د عاشورا په بهیر کی د امام حسین ع د یارانو لپاره امتحان وو  چی کمال ترلاسه کړی ،خو امام حسین ع لپاره چی د انساني کمالاتو په اوج کې وو ، دغه پیښې د ټولو لپاره د هغو وجودي کمالات څرګند کړل . په بله وینا نورو امتحان ورکړل چی د الهی رضا او صبر مقام ته ورسی خو امام حسین علیه السلام امتحان ورکړ چی د هغه د رضا او صبر مقام د نورو لپاره ښکاره شی .

البته الهی امتحان د یو شمیر کسانو لپاره هم سزا دی . حضرت امام علی ع په دې باره کی فرمایی بلا او مشکل د ظالم لپاره ادب دی . یعنی خدای تعالی په مصیبتونو او بلاګانوسره ظالمان سزا کوي  تر څو شاید ادب شی او له خپل ظلم لاس واخلی . کم ندی داسې انسانان چی ځان په نسبت غیرواقعی باورونه لري  او یوازې په سختو ازمښتونو او سختیانو سره مخامخیدا ده چی پخپلې دا تیروتنې څرګندوي . شاید تاسو هم داسې کسان لیدلي وی چی نورو  د غیبت او تهمت او یا فحشا او فساد باندی اعتراض کوی او وایی چی دا څنګه ده چی مثلا د میرمنې د وسوسو په وړاندې یې مقاومت ونکړ او یا د قدرت او ځای غوښتنې په وړاندی یې طاقت ختم شو او د پاکو او بیګناه انسانانو وژلو ته حاضر شو ، خو کله چی پخپله دغسې مساییلو سره مخامخ کیږی نو په شک کی پریوزی او کله له دې مخکې چی شیطان یې په غاړه کی پړې او رسی واچوی پخپله د شیطان په غوښتنو پسې ځی او هر زشت او ناخوښ کار ته غاړه کیږدوی . دلته ده چی د ازمښتونو د شتون ضرورت ډیر ښه معلومیږي ځکه چی امتحان د انسانانو باطن ظاهروی او په نتیجه کې هغو چی واقعی ایمان لري نو ایمان یې نور هم ښکاره کیږی او هغو چی ایمان یې یوازې ادعا ده ، نو ادعا او ظاهری پوښش یې  څنګته کیږی او د وجود حقیقت یې په هغه او نورو ښکاره کیږی .

دوستانو زمونږ پروګرام پای ته ورسیده و د پروګرام د ښه ختمولو لپاره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا د زیارت نامې یوه برخه وړانی کوو .

اَلسَّلامُ عَلَيْكِ يا مُمْتَحَنَةُ امْتَحَنَكِ الَّذي خَلَقَكِ فَوَجَدَكِ لِمَا امْتَحَنَكِ صابِرَةً اَنَا لَكِ مُصَدِّقٌ صابِرٌ عَلى ما اَتى بِهِ اَبُوكِ وَوَصِيُّهُ صَلَواتُ اللهِ عَلَيْهِما وَاَنَا أَسْأَلُكِ اِنْ كُنْتُ صَدَّقْتُكِ إلاّ اَلْحَقْتِني بِتَصْديقي لَهُما لِتُسَرَّ نَفْسي فَاشْهَدي اَنّي ظاهِرٌ بِوَلايَتِكِ وَوَلايَةِ آلِ بَيْتِكِ صَلَواتُ اللهِ عَلَيْهِمْ اَجْمَعينَ.

سلام وی پر تا ای ازمویل شوی ، هغه ذات چی ته يې پیدا کړې ، ازمښت یې کړې ، پس ته یې په هغه څه چی وازمویلې ، صابره ولیدلې . زه د تا لوړ مقام تصدیق کوم ، او په هغه څه چی بزرګوار پلار او د هغو ځای ناستی علی  ( ع )چی په دغو دواړو د خدای درود وی ، راوړل ، صابره یم او له تا غواړم لکه څرنګه چی ته مې تصدیق کړی یې  ، زما تصدیق هغو دو بزرګوارانو ته ورسوی تر څو زړه مې خوشاله کړی او ګواه ووسو چی زما ملا د تا او د تا د کورنۍ په ولایت ګرم دی و په هغو ټولو دی د خدای درود وی .

 

 

 

ټیګونه