Jun 29, 2022 09:41 Asia/Kabul
  • پوتین په تاجکستان کښې: روسیه د افغانستان له ټولو سیاسي ډلو سره په اړیکه کښې ده

ولادیمیر پوتین پرون د تاجکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره په کتنې کښې وویل: مونږ په افغانستان کښې له ټولو سیاسي ډلو سره اړیکه ټینګه کړې ده.

د روسیې ولسمشر چې ترکمنستان ته تلی دی، په دې خبرې سره چې ماسکو د افغانانو د حالاتو د سمولو لپاره تر خپله وسله کوشش کوي، وویل چې روسیه په افغانستان کښې له ټولو سیاسي ډلو سره په اړیکه کښې ده.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه: مونږ په دې باور یو ې په افغانستان کښې موجودې ټولې قومي ډلې باید د هیواد د چارو په چلولو کښې ونډه ولري او مونږ به په دې لړ کښې خپل کار جاري وساتو.

د پوتین په خبره دوی همدا راز د افغانستان په تړاو هم اندېښنه لري خو هڅه کوي له نوي حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي او تر څنګ یې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کوي.

پوتین وایي چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون جوړ شوی حکومت به دایمي ثبات تضمین کړي.

هغه زیاته کړه: تاجکستان د روسیې لپاره مهم هېواد دی چې له افغانستان سره اوږده پوله لري.

د ویلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون له خپل تاجک همرتبه امامعلي رحمان سره د خبرواترو په موخه دوشنبه ښار ته تلی و او نن به د کاسپین سمندر د غاړې د هیوادونو په سرمشریزه کښې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ځي.

 

ټیګونه