Jun 29, 2022 12:07 Asia/Kabul
  • د بریتانیا میرمنې حکومت ته څو کاله دوکه ورکړه

زمونږ خبریال وايي د انګلستان یوې میرمنې « نوبل » چې روغه رمټه او صحت منده وه د شپږ لکه او شل زره سټرلینګ پونډونو د ترلاسه کولو لپاره دیارلس کاله په کټ کښې د کیناستلو پلمه جوړه کړي وه او هغه اوس نیول شوي ده او زنداني شوي ده.

د بریتانیا یوې میرمنې چې نوبل نومیږي له دوه زره پینځم میلادي کال څخه تر دوه زره اتلسم میلادي کال پورې د لندن د هرټ فورډ شائیر کاونټي د شورا له غړیو سره خبرې وکړې او هغوې یې ډاډمن کړل چې دې ناروغه ده او دې ته څلرویشت ساعته په کټ کښې کیناستلو او درملنې ته ضرورت لري .

له دغه چارې وروسته د بریتانیا دغه میرمنې ته نیغ په نیغه په کور کښې د درملنې او د  پیسو د ورکولو اسانتیا ورکړل شوه کومه چې په عام ډول معیوبو او معذورو  کسانو او د دوې کورنیو ته ورکول کیږي.

د انګلستان دغه میرمنې «نوبل» تر دیارلسو کلونو پورې د هرټ فورډ شائر کاونټي له شورا څخه پیسې اخیستلې او کله چې د دغه میرمنې دغه دوکه ورکول معلوم شول نو دغه میرمنې شپږ لکه او شل زره پونډونه ترلاسه کړي وو.

د انګلستان دغه میرمنې ځینې پیسې خپلې لور او خپل زوم ته ورکړي کوم چې په کاناډا او امریکا کښې د چټیانو د تیرولو او خوند اخیستلو لپاره تللي وو.

د بریتانیا په دغه شپږشپیته کلنې میرمنې هغه وخت د ګاونډیانو شک شو کله چې هغه سهار وختي له خپل سپي سره بهر ګرځیدله او یو شمیر حکومتي کسانو د هغې څارنه هم پیل کړه.

د انګلستان د هرټ فورډ شائر د کاونټي شورا  یوه ویاند وویل چې میرمن نوبل او د هغې لور او د هغه زوم یوه ډیره مکروه او ناوړه دوکه کړي ده او هغې له بې شرمۍ سره سره د صحت او درملنې او د ټولنیزو خدماتو حرفه اي کسانو ته تر اوږدې مودې پورې د دوکې د ورکولو هڅه وکړه.

بل خوا د بریتانیا دغه میرمنې ته اوس څلور کاله او نهه میاشتې د بند سزا ورکړل شوي ده او دا محکمې ته په خپل ډول وړاندی شوی د دوکې ستر مورد دی.

 

ټیګونه