Jun 30, 2022 14:05 Asia/Kabul
  • ولادیمیر پوتین او د ناټو په امپریالیسټي مقام غوښتنې ټینګار :-

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو تړون امپریالیسټي مقام غوښتنه چې د هغه په باور نیت لري خپله سلطه ګرۍ د اوکراین د جنګ له لارې اثبات کړي وغندله.

ولادیمیر پوتین د جنګ د دوام او له خبرو اترو سره د مخالفت لپاره له اوکراین څخه د اروپايي هیوادونو د ملاتړونو دوام د خپل نظر تائیدیدل وباله او ویې ویل: د اوکراین او د دغه هیواد د خلکو ګټې د ناټو او دلویدیځو هیوادونو هدف نه دي، بلکې هغه د ناټو او د اروپايي هیوادونو د شخصي ګټو د دفاع لپاره یوه وسیله ده.

په حقیقت کښې ناټو او د هغه  په سر کښې امریکا مودې مودې کیږي چې یوه بهرني دوښمن ته ضرورت لري چې وکولای شي د دغه دوښمن ګیرچاپیر خپل هم تړونه هیوادونه  راغونډ کړي.

په ناټو کښې د غړیتوب لپاره د اوکراین له هڅې وروسته د روسیې او د اوکراین ترمینځ د جنګ پیلیدل او له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو ملاتړونه سبب شوي دي چې دغه جنګ اوږد شي او د جنګ د ختمولو او د خبرو اترو لپاره لاره وتړل شي؛په بل عبارت د ماسکو امنیتي اندیښنو او  روسیې په وړاندې د ناټو او  د امریکا جنګ غواړي او غیر رغنده دریځونه په اروپا کښې له ناټو سره د روسیې د پوځي ټکر د زیاتیدا سبب شوي دي.

په تیرو کلونو کښې امریکا او ناټو تل د اروپا پرضد د روسیې لخوا  د ګواښونو په شتون ټینګار کاوه خو حقیقت دا دی چې ناټو په تیرو شلو کلونو کښې د ختیځ په لور د پراخیدا د سیاست په چوکاټ کښې په دغه پوځي تړون کښې د مرکزي او د ختیځې اروپا او وروسته د لویدیځ بالکان سیمې د هیوادونو د غړیتوب لپاره زیاتې هڅې کړي دي او په عین حال کښې په جدي ډول په ناټو کښې د روسیې د ګاونډیو هیوادونو د غړیتوب غوښتونکی دی.

په حقیقت کښې د امریکا په مشرۍ د ناټو یو مهم هدف په کامل ډول د روسیې کنټرولول او د ماسکو کلابند کول دي په دې سربیره د ناټو پراخول او په دغه تړون کښې د اروپايي او د دوې د ډیرو ګاونډیو هیوادونو  شاملول د ناټو تړون په هدفونو کښې شامل دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې« لیز ټراس» دې ته په اشارې سره چې د ناټو د پرانیستي ورونو سیاست ضروري دی وویل د نن  ورځې مهمه مسله په یوه نړیوال ناټو تمرکز دی ځکه چې په عین حال کښې چې د اروپا امنیت تامینوي باید د اینډو پاسفیک( هند او ارام اوقیانوسیې) سیمې د امنیت په هکله هم ځیر ووسو.

په حقیقت کښې د امریکا په مشرۍ ناټو تړون هڅه کوي چې د خپل د قدرت د ساحې په پراخولو سره د چین او د روسیې په مقابل کښې ودریږي او د خپل د نظر وړ سیاستونه پراخ کړي.

په دې لړ کښې همدا اوس د اوکراین جنګ د ناټو د سلطې غوښتنې لپاره دغه زمینه برابره کړي ده څرنګه چې د امریکا په مشرۍ اروپايي هیوادونو همدا اوس اوکراین د خپلو سلطه غواړو او د لاسوهونکو سیاستونو د اجرا لپاره یو لاسوند او پلمه ګرځولي ده.

څرنګه چې د امریکا پخوانیو پوځي او استخباراکي چارواکو اعتراف کړی دی چې په اوکراین کښې د امریکا د جاسوسانو شتون په دې معنا دی چې امریکا له روسیې سره د نورو په استازي په جنګ بوخته ده.

په دې لړ کښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ: ناټو تړون د ساړه جنګ پاتی شونی دی او ماسکو هغه د امریکا د سیاستونو د اجرا کولو لپاره یو اوزار ګڼي.

همدا اوس د ناټو مشران په اسپانیا هیواد کښې راغونډ شوي چې د دغه تړون د سیاستونو په هکله فیصله وکړي.

په اسپانیا کښې د ناټو د مشرانو په اوسنۍ غونډې کښې د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ ټینګار وکړ: ناټو تر هغه وخت پورې چې جنګ اوږد شي د اوکراین ملاتړ کوي او دغه راز په ناټو کښې د سویډن او د فینلینډ هیوادونو د غړیتوب سریزې هم برابرې شوي دي.

ناټو په داسې حال کښې د خپلې حوزې او د نفوذ په پراخولو ټینګار لري چې په عمل کښې د ناټو پراخیدل به شرایط د اروپا په تاوان بدل کړي.

د  چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ژائو لیجیان» په دې زمینه کښې وویل د ناټو غړي هیوادونه د ساړه جنګ په فضا او ذهنیت کښې دي ، دوې باید د دوښمن رامینځته کول او چټي لوبه کول څنګ ته کړي او هڅه دې ونکړي له اروپا وروسته په ټوله دنیا او سیمه کښې حالات  ګډوډ شي.

داسې ښکاري د اروپا اوسنی سیاست له دې زیات چې د اروپا د دفاع او د نړیوالې سولې د ټینګیدا په لړ کښې وي د جنګ غوښتنې، په نړۍ کښې د ناټو د حوزې د پراخولو او دغه راز د نورو هیوادونو د کنټرولولو او هلته د لاسوهنې لپاره دی .

داسی سیاست چې د اروپا لپاره به هم تاوتریخوالی رامینځته کړي.

 

ټیګونه