د میکسیکو ښاروال له سمساري سره واده وکړ
زمونږ خبریال وايي د امریکا په ګاونډي هیواد میکسیکو کښې د یوه کوچني کلي ښاروال له یوې ښځینه سمسارې سره واده کړی دی.
خو دا له لرغوني دود سره سم یو تشریفاتي واده دی چې هدف یې د پیسو ، عزت او د مقام لوړول او زیاتول دي.
د واده دغه تشریفاتي دستورې ډیرې په زړه پورې وې چې خلکو پکښې ګډون وکړ او موسیقۍ هم وغږول شوه.
خلکو په دغه واده کښې ناڅا کوله او د میکسیکو دغه ښاروال دغه سمساری چې په انګریزۍ ژبه کښې ورته کروکوډایل(Crocodile) او په اردو ژبه کښې ورته مګرمچهه وايي ښکل کړ.
د میکسیکو د کوچني کلي «سان پیټرو هومي لیولا» ښاروال «ویکټر هیوګو سوسا» په تیرې سه شنبې ورځ له سمساري سره واده وکړ او کله چې هغه د سمساری ښکلوه نو خوله یې تړل شوي وه.
د اسپانیا هیواد له دود او رواج سره سم له تیرو سلګونو کلونو راهسې له سمساریو سره د وادونو دود او رواج شته ځکه چې د دغه واده هدف له فطرت څخه د نعمت ترلاسه کول دي.
د دغه ډول واده په وجه په اصلي واده هیڅ اغیز نه پریوځي ځکه چې مقصد یې د پیسو او د عزت زیاتول دي.
د میکسیو دغه ښاروال وویل د دغه تشریفاتي واده وروسته مونږ له قدرت او فطرت څخه د بارانونو ، د زیاتو فصلونو او په سمندرونو کښې د کبانو د شمیر زیاتیدل غواړو.